د چين او روسيې صدراعظمانو انلاين خبرې وکړې
CMG2021-12-01 11:33:35
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۳۰ مې نېټې په ماسپښین له بېجينګ څخه په انلاين ډول له خپل روسي سيال ميشوسکين سره د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د ۲۶ مې نوبتي غونډې مشري وکړه.

په دغه غونډه کې د چين د صدراعظم مرستيال، د چين او روسيې د پانګونې، انرژۍ او همکارۍ کمېټې رئيس هان جنګ هم ګډون درلود.

لي که چيانګ په خپلو خبرو کې وویل، چې دواړو هېوادونو د کرونا وبا د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې کړي، دوه اړخيزې سوداګرۍ ته يې پرمختګ ورکړی، د ټکنالوژيو همکارۍ يې پياوړې کړي او مهمې همکاريزې پروژې يې پرمخ بيولې دي.

دواړو صدراعظمانو په دې غونډه کې د سيمه ييز اقتصاد، ډيجيټلي اقتصاد او ګمراکاتو په ګډون یو شمېر برخو کې د خپلمنځي همکاريو سندونه لاسليک کړل او پای کې يې يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه.