د چين مېډيا ګروپ يا سي اېم جي د جون د ۲۲ مې په شپه په خپلو تلويزیوني چينلونو، ويبپاڼو او د ټولنيزو رسنيو په خپلو اکونټونو کې د دغه هېواد د دوان وو اختر په وياړ ځانګړې هنري ننداره خپره کړه.
دغه هنري ننداره د چين د لرغونې زمانې د لوی شاعر (چو يوان) په ټاټوبي (ځه ګوی) ولسوالۍ کې جوړه شوې او لوبغاړو يې په جريان کې د سمفوني او فولکلوری موسيقۍ په ملګرتيا سندرې ويلي، نڅا يې کړې، شعرونه يې دکليمه کړي او پدې سره يې د خلکو د رومانتيک او نېکمرغه ژوند ښکارندويي وکړه.
د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د هرکال د پنځمې مياشتې پنځمه ورځ له دوان وو اختر سره برابره ده. دوان وو اختر د چين له عنعنوي اخترونو څخه دی او د وطن دوست او لوی شاعر (چو یوان) له تلين سره سمون لري.