لنډ معلومات

  کاو  ژوو  وان

 

کاو ژوو وان  رستورانت  په ١٦٨٦ کال کې د چينګ امپراطوری سلسلې د کانګ شي دورې په ٢٥م  کال کې جوړ شو . که څه هم  له څه باندی درېيو سوو کلونو راهيسې ډېر پخوونکي بدل شوي ، خو د غوښې  او سمندري خوړو د پخولو لارې چارې يې لا هم  په پوره توګه ساتل شوي او ځينو دوديزو خوړو يی د هېواد دننه ډېر شهرت موندلی دی.  په تېره زمانه کې د چين مشهور انځورګر چي بای شه او نامتو اديب ګوه مو ژو د دغه رستورانت نوم  او د دغه رستورانت لخوا د  تيارو شويو خوړو د ستاينې لپاره شعرونه ليکلي و ، دغه راز نامتو انځورګر جانګ دا چيان ، د بيجينګ اوپيرا مشهورو  هنرمندانو می لان فانګ ، ما ليان ليانګ او داسی نورو هم  کله کله په دغه رستورانت کې ډوډۍ خوړله.

نوموړي رستورانت ٤٠٠٠ مربع  متره پراخوالی لری او په يو وخت اوه سوه تنه پکې ځايېږي چې تزيين يی لرغونی بڼه لری.

No.58.Nanlishi Rd.Xicheng District

Subway Line 1, Bus 4,52,57 to Nanlishilu Station

Tel 68028180, 68010653

د بيجينګ ځانګړی کباب ، اسلامي خواړه ، غوښه په جوش اوبو کې

د غويی غوښې کباب ، د کونګ پاو سمندري چنګاښ غوښه ،ايشل شوې هيلۍ له يو ډول ترخې قورمې سره ، له سبو سره يو ځاي يو ډول سمندري خواړه چې په سر پټي ديګ کې د ميلمنو مخې ته پخيږي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040