لنډ معلومات

 

                                                                   

                         د بېجينګ په پوهنتونونو کې د اولمپيک سپورتي لوبو يو شمير سټيديومونه  او جمنازيمونه

          

ګرانو دوستانو په دې پروګرام کې به تاسو ته د بېجينګ د کرنې په پوهنتون او د ساينس او تخنيک په پوهنتون کې  د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د غيږی نيولو،جودو او تکواندو د سټيديمونو په اړه معلومات وړاندی کړو چې اوس د ابادۍ په حال کې دي.

         د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د غيږې نيولو سټيديوم د چين د کرنيزو چارو پوهنتون په ختيځی برخه کې پروت دی چې د بېجينګ په شمال کې واقع دی. د دغه سټيديوم عمومی پراخوالی درويشت زره مربع متره دی چې پکې شپږ زره دايمی څوکۍ او دوه زره لنډ مهالی څوکۍ شته .

         د چين د کرنې پوهنتون چې په ١٩٠٥ کال کې جوړ شوی دی د چين په کرنيزه ساحه کې ډېر لوړ پوړی پوهنتون ګڼل کيږي او اوس پکې د زده کوونکو او ښوونکو شمير له شل زرو نه زيات دی. پخوا دغه پوهنتون خپل لوی سپورتي سټيديوم نه درلود.نو په ٢٠٠٨ کال کې په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتي لوبو د جوړولو په اړه د خبر له تر لاسه کولو وروسته ، دغه پوهنتون سمدلاسه  اړوندو څانګو ته غوښتنه ليک وړاندی کړ چې په دغه پوهنتون کې د اولمپيک سپورتي لوبو سټيديوم جوړ شي او  پريکړه يی وکړه چې د دغه پوهنتون د

 

 

سلمې کاليزې د يادونې نښې په توګه دغه سټيديوم جوړ کړي.نو د ٢٠٠٥ کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه يعنی د دغه پوهنتون د سلمې کاليزې د لمانځنی په مراسمو کې د دغه سټيديوم د جوړولو پروژه پيل شوه. دغه سټيديوم د پوهنتون د ژوندانه په  سيمه کې دی چې د زده کوونکو د دريو ليليو د ودانيو په منځ کې  جوړيږي .هره ورځ په زرګونه زده کوونکی د خپلې ليليې د کړکيو له لارې دغه سټيديوم کتلی شي.

        د دغه سټيديم له هر ځای څخه د ساينس او تخنيک او د چاپيريال  ساتنې روحيه ښکاريږي.لکه چې په دغه سټيديوم کې عصری مطبوعاتی سيستم شته او په يو لړ ځانګړو لارو چارو يی د عام سټيديوم په پرتله په سلو کې  ديرش بريښنا سپمولای شي. بر سېره پردې، د دغه پوهنتون داړوندو څانګو زده کوونکو او ښوونکو د دغه سټيديوم په بام کې د باران  د اوبو د راغونډولو او استفادې په اړه څيړنه وکړه او دوی به له باران څخه د استفادې له لارې نباتاتو ته اوبه ورکړی.

         د غيږي نيولو سټيديوم سره په پخوا کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د جودو او تکواندو سټيديوم هم د چين د ساينس او تخنيک په پوهنتون کې پروت دی او په دغه سټيديوم کې اته زره څوکۍ شته .

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
• site a
• site b
• site c
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040