لنډ معلومات

 

                                                                   

 

                                      د بېجينګ په پوهنتونونو کې د اولمپيک سپورتي لوبو يو شمير سټيديومونه  او جمنازيمونه دي

              د پلان سره سم ،  د بېجينګ د سپورتي لوبو يو شمير سيالي به د شپږو پوهنتونونو په سټيديومونو کې تر سره شي چې په کې څلور سټيديومونه په ځانګړی توګه د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره نوی جوړ شوي دي. دغه څلور سټيديومونه په جلا جلا توګه د بېجينګ په پوهنتون ، د بېجينګ د صنعتی چارو په پوهنتون ، د چين د کرنيزو چارو په پوهنتون او د بېجينګ د ساينس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې پراته دي.

           په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د پينګ پانګ سيالي  د بېجينګ په پوهنتون کې تر سره شي، نو د دغو سياليو لپاره د اولمپيک د پينګ پانګ سياليو سټيديوم په اړه پروژه د ٢٠٠٥ کال د جولای په نولسمې نېټې پيل شوه . د معلوماتو له مخې: په دغه سټيديوم کې شپږ زره دايمی څوکۍ او نورې دوه زره لنډ مهالی څوکی شته .

         د دغې پروژې له پيل نه مخکې ، اړوندو خواوو د دغه سټيديوم لپاره په ټاکل شويو ځايونو کې اوه لرغونی ونې او د چين د چينګ د امپراطوری د مودې يو انګړ وموندل شول . دغه ونې او انګړ  د چينګ د امپراطوری په موده کې د يو لوی باغ يوه برخه وه او اوس دغه باغ ورانه شوې ده چې يوازی دغه اوه ونې او يو انګړ ورڅخه پاتی دی. نو د دغو پخوانيو ځايونو د ساتلو لپاره

 د اړوندو خواوو پلان بدل شو او په بل ځای کې يی دغه پروژه پيل کړه . که څه هم  د ځای د بدلولو  له امله د دغې پروژې بودجه زياته شوه ، خو په ٢٠٠٨ کال کې به د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان د چين په ډېر لرغونی پوهنتون کې دغه تاريخی اثار وګوري.

         

 د بېجينګ د صنعتی چارو پوهنتون سټيديوم  د بېجينګ په جنوب ختيځی برخې کې يوازنی لويی سټيديوم ګڼل کيږي چې په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د بدمينتون سيالي او هنری جمناستيک سيالي په کې تر سره شي.د معلوماتو له مخې: د دغه سټيديوم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٥ کال د جون په ديرشمه نېټه  پيل شوه  او پکې  اوه زره او پنځه سوه څوکی شته. بر سېره پردې، د دغه پوهنتون د اړوندو څانګو ښوونکيو او زده کوونکيو په مستقيمه توګه د دغه سټيديوم په ډيزاين کې ګډون درلود .

         د بېجينګ له اولمپيک سپورتي لوبو وروسته به دغه سټيديوم د دغه پوهنتون د ښوونکو او زده کوونکو د بدنی روزنی او ورزش مرکز په توګه وکارول  شي، دغه راز دغه سټيديوم به  عام خلکو ته خدمتونه برابر کړي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040