لنډ معلومات

                                                                      د بېجينګ د اولمپيک  سپورتي لوبو مرکزي سټېډيم

           ټولو ته معلومه ده چې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې  سپورتي لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اګيست په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.د بېجينګ حکومت د دغو سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره په ځانګړي توګه د مرغانو د ځالې په نامه مرکزي سټېډيم جوړوي.دغه سټېديم د بېجينګ د اولمپيک په پارک کې دی او د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د نښې په توګه ګڼل کيږي. دغه سټېډيم په پوره توګه له فولادو څخه جوړ شوی دی او پراخوالی يی دوه لکه  او اته پنځوس زره مربع مترو ته رسيږی چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د پرانستنې او پای مراسم ، د اتلاتيک لوبو او د نارينه فوټبال پايلوي سيالي به پکې تر سره شي. په دغه سټېديم کې يو نوی زره دايمی څوکۍ او شل زره لنډ مهالی څوکۍ شته .د سياليو په مهال د کتونکو او لبغاړيو د اړتياوو پوره کولو لپاره په دغه ستېديم کې د رسټورانټ ، د لوبغاړيو د استراحت ځايونو او د جامو د بدلون ځايونو په ګډون يو شمير خدمتي ځايونه هم جوړيږی.

            د معلوماتو له مخې،د چين حکومت به په عمده توګه د دغې ودانۍ په جوړولو کې څه دپاسه  څلور سوه او پنځوس مليون امريکايی ډالرو پانګه ولګوي او دغه سټېديم به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له پای ته رسيدو وروسته د عامو سپورتي فعاليتونو په موخه خلکو ته خدمتونه برابر کړي.  د دغه سټېديم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر  له څليرويشتمې نېټې څخه پيل شوه او په ٢٠٠٧ کال کې به پای ته ورسيږي او په کار ولويږی .  

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040