لنډ معلومات

 

                                                                       د وو که سون په نامه کلتوری او سپورتی مرکز

           اوس د بېجينګ د لويديځ چانګ ان لارې د فو شينګ لو په شمال کې يو عصری سپورتی مرکز جوړيږي چې د بېجينګ د وو که سون کلتوری او سپورتي مرکز په نامه ياديږي. د دغه مرکز عمومی پراخوالی به دوه پنځوس هکتارو ته ورسيږي او د ابادۍ پراخوالي به يې دری لکه او پنځوس زره مربع کيلومترو ته ورسيږي چې په کې د وو که سون جمنازيوم ، د وو که سون د بيسبال سټېډيوم او د عامو خلکو لپاره سپورتي او کلتوری تاسيسات شامل دي، بر سېره پردې دغه مرکز يو لوي کلتوری ډګر هم دي.

            د معلوماتو له مخې: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د بيسبال او باسکتبال سيالي به په جلا جلا توګه د وو که سون د بيسبال په سټېډيوم او د وو که سون په جمنازيوم کې تر سره شي.

        د دغه مرکز د جوړولو د پلان په سر کې انجنيرانو د يوه  ښکلې او عصری مرکز د ډيزاين لپاره ډېر کوښښ وکړ. په ٢٠٠٢ کال کې د جوړولو د تګلارو په سياليو کې د امريکا او سويس دوه شرکتونو په وروستۍ سيالۍ کې د ګډون حق تر لاسه کړ.د امريکايې شرکت تګلاره دا وه چې په دغه ځای کې يو مصنوعی ډنډ جوړ کړي او د ډنډ د جوړولو په بهير کې د رامنځته شويو ځمکو له لارې دوه غونډۍ جوړې کړي چې دغو دوو غونډيو نژدی د باسکتبال جمنازيوم او د بيسبال سټيديوم جوړ کړي.دغه ډيزاين د چين د عنعنوی پارک ځانګړتيا لري.

         د سويس د شرکت تګلارې هم يوه ډېره عصری او په زړه پورې ډيزاين درلود. په دغه تګلاره کې د باسکتبال د جمنازيوم په ګډون ټول تاسيسات به د شنو نباتاتو په منځ کې وی او د باسکتبال د جمنازيوم څخه  بهر پر ديوالونو باندی به څلور ډېر لوي ټلويزيونونه ودرول شي او د سياليو په وخت کې به هغو خلکو ته د سياليو حالات څرګندکړای  شي چې له جمنازيوم څخه بهر وي. دغو دوو تګلارو د ټولو  تګلارو په سياليو کې دوهمه  جايزه تر لاسه کړه او انتخابي کميټې يې ستاينه وکړه.

           بالاخره ،د چين د کارپوهانو له څيړنې وروسته د سويس شرکت  د وو که سون کلتوری او سپورتی مرکز د جوړولو پلان د چينې پوهانو له خوا ومنل شو. خو د دغه ډيزاين په يو شمير ساحو کې لا هم ځينی مسئلې  شته، د بيلګی په توګه د امنيت په ساتلو او د جوړولو په تخنيک کې يو شمير ستونزی. د چين د کارپوهانو له ترميم وروسته، د باسکتبال له جمنازيوم څخه  بهر پر ديوالونو بايد يوازي يو ټلويزيون پاتی شي او د يو لک مربع کيلومترو په پراخوالی سوداګريزه ساحه د سپورتی مرکز څخه  بهرجوړه شي.

        که څه هم له  يو لړ ترميمونو وروسته دغه ډيزاين تر يوې اندازې پورې بدل شوي دی، خو د کارپوهانو په اند، د ابادی ځانګړتيايې نه ده بدله شوې او ټول جمنازيوم او سټيديومونه لا هم عصری او په زړه پوړی ګڼل کيږي. بر سېره پردې، نوی تګلاره د جمنازيوم او سټيديوم امنيت ته ډېره پاملرنه کوي. باور لرو چې دغه مرکز به په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې نړيوالو دوستانو ته ښه خدمتونه برابر کړي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

   

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040