CRI Online

مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ کلتوري او سپورتي تبادلې ته زياتې ګټې رسوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:52

ګرانو اورېدونکيو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ په دوهمه نېټه د شيا من د ماراتون نړيواله سيالي پيل شوه. د يادونې خبره دا ده چې په دغه سيالي کې څو سوه برخه وال د تايوان تنګي له ختيځې غاړې يعنې له تايوان څخه راغلي دي. د ماراتون ياده شوې نړيواله سيالي د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ له تر سره کېدو وروسته لومړۍ سيالي ده چې د دواړو غاړو ترمنځ د سپورتي او کلتوري تبادلې يو مهم ډګر يې ګرځېدلی دی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( دوهم اواز)

اوس مهال د تايوان او د هېواد د سترې برخې ترمنځ مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ پيل شوی دی، نو ډېرې زياتې اسانتياوې شته چې دلته راغلي يو. دغه راز موږ په شيا من ښار کې د ماراتون په نړيواله سيالي کې ګډون کړی دی. له دې نه مخکې ما او د سترې برخې ملګرو يوازې د انترنيټي شبکې له لارې سره تماس ونيول، خو اوس مهال زه کولای شم هر وخت دلته دا شم.

همدا اوس مو د تايوان سيمې د اوږدې ځغاستې د يوې مينه والې ګاو يوان جون خبرې واورېدې چې اوس د تايبۍ ښار په يو پولي شرکت کې کار کوي. هغې

سي ار ای ته وويل له دې امله چې د دې په کورنۍ زيات مشران د اوږد واتن له ځغاستې سره زياته مينه لري، نو ځکه دا هم د اوږدې ځغاستې يوه مينه واله ده. دغه ځل هغه د کورنۍ له ټولو غړيو سره يو ځای د الوتکې په وسيله له تايبۍ ښار څخه شيان من ښار ته ورسېد او د ماراتون په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې يې ګډون وکړ.

د شيا من د ماراتون نړيواله سيالي له ٢٠٠٣ کال راهيسې هر کال يو ځل جوړېږي چې د اتلاتيک نړيواله ټولنه د يوې مهمې سيالۍ په توګه ګڼل کېږي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ په کلتوري او سپورتي تبادله کې مهم رول لوبوي. په ٢٠٠٦ کال کې د چين د تايوان اولمپيک کمېټې غړي ښاغلي وو جينګ ګوه په مشرۍ نژدې سل تنه لوبغاړي له جين من ښار څخه د يوې بيړۍ له لارې شيامن ته ورسېدل او په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې يې ګډون کړل. له هغه وخت نه راپدېخوا د تايوان سيمې مخ په زياتېدونکي لوبغاړي پخپله شيامن ته راځي او په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې ګډون کوي.

روان کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سپورتي تبادلې د پياوړتيا لپاره په جين من او شيا من دوو ښارونو کې په يوه ورځ د ماراتون نړيواله سيالي تر سره شوه. د شيان من د سپورتي چارو ادارې مرستيال ښاغلي هه شي په دې اړه څرګنده کړه

( درېيم اواز)

موږ د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ له پيل وروسته شيا من ته د راتګ لپاره د تايوان سيمې لوبغاړيو ته زياتې اسانتياوې برابروو او په روان کال کې مو د ماراتون په نړيواله سيالۍ کې د ګډون لپاره هم د تايوان سيمې زياتو داوطلبانو او طبي کارکوونکيو ته بلنه ورکړه.

څو ورځې مخکې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د يوې مهمې وينا په خپرولو سره وويل چې موږ بايد د دواړو غاړو ترمنځ د وګړيو تګ راتګ او تبادله پياوړې کړو. له وروستيو څو کلونو راهيسې د شيا من د ماراتون نړيوالې سيالۍ او د تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري نندارتون او ولسي هنري فيستوال په شمول د يو لړ سپورتي او کلتوري فعاليتونو له لارې د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي. د شيا من ښاروالي ليو څه ګوي څرګنده کړه چې دوي به په راتلونکي کې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټينګښت لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. دی وايي:

( شپږم اواز)

د شيا من او جين من د ماراتون نړيوالې سيالۍ د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلې يو ډېر ښه ډګر دی. موږ به په راتلونکي کې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټينګښت لپاره لا زيات فعاليتونه تر سره کړو.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

ګرانو اورېدونکيو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ په دوهمه نېټه د شيا من د ماراتون نړيواله سيالي پيل شوه. د يادونې خبره دا ده چې په دغه سيالي کې څو سوه برخه وال د تايوان تنګي له ختيځې غاړې يعنې له تايوان څخه راغلي دي. د ماراتون ياده شوې نړيواله سيالي د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ له تر سره کېدو وروسته لومړۍ سيالي ده چې د دواړو غاړو ترمنځ د سپورتي او کلتوري تبادلې يو مهم ډګر يې ګرځېدلی دی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( دوهم اواز)

اوس مهال د تايوان او د هېواد د سترې برخې ترمنځ مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ پيل شوی دی، نو ډېرې زياتې اسانتياوې شته چې دلته راغلي يو. دغه راز موږ په شيا من ښار کې د ماراتون په نړيواله سيالي کې ګډون کړی دی. له دې نه مخکې ما او د سترې برخې ملګرو يوازې د انترنيټي شبکې له لارې سره تماس ونيول، خو اوس مهال زه کولای شم هر وخت دلته دا شم.

همدا اوس مو د تايوان سيمې د اوږدې ځغاستې د يوې مينه والې ګاو يوان جون خبرې واورېدې چې اوس د تايبۍ ښار په يو پولي شرکت کې کار کوي. هغې

سي ار ای ته وويل له دې امله چې د دې په کورنۍ زيات مشران د اوږد واتن له ځغاستې سره زياته مينه لري، نو ځکه دا هم د اوږدې ځغاستې يوه مينه واله ده. دغه ځل هغه د کورنۍ له ټولو غړيو سره يو ځای د الوتکې په وسيله له تايبۍ ښار څخه شيان من ښار ته ورسېد او د ماراتون په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې يې ګډون وکړ.

د شيا من د ماراتون نړيواله سيالي له ٢٠٠٣ کال راهيسې هر کال يو ځل جوړېږي چې د اتلاتيک نړيواله ټولنه د يوې مهمې سيالۍ په توګه ګڼل کېږي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ په کلتوري او سپورتي تبادله کې مهم رول لوبوي. په ٢٠٠٦ کال کې د چين د تايوان اولمپيک کمېټې غړي ښاغلي وو جينګ ګوه په مشرۍ نژدې سل تنه لوبغاړي له جين من ښار څخه د يوې بيړۍ له لارې شيامن ته ورسېدل او په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې يې ګډون کړل. له هغه وخت نه راپدېخوا د تايوان سيمې مخ په زياتېدونکي لوبغاړي پخپله شيامن ته راځي او په ياده شوې نړيواله سيالۍ کې ګډون کوي.

روان کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سپورتي تبادلې د پياوړتيا لپاره په جين من او شيا من دوو ښارونو کې په يوه ورځ د ماراتون نړيواله سيالي تر سره شوه. د شيان من د سپورتي چارو ادارې مرستيال ښاغلي هه شي په دې اړه څرګنده کړه

( درېيم اواز)

موږ د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيم ترانسپورتي تګ راتګ له پيل وروسته شيا من ته د راتګ لپاره د تايوان سيمې لوبغاړيو ته زياتې اسانتياوې برابروو او په روان کال کې مو د ماراتون په نړيواله سيالۍ کې د ګډون لپاره هم د تايوان سيمې زياتو داوطلبانو او طبي کارکوونکيو ته بلنه ورکړه.

څو ورځې مخکې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د يوې مهمې وينا په خپرولو سره وويل چې موږ بايد د دواړو غاړو ترمنځ د وګړيو تګ راتګ او تبادله پياوړې کړو. له وروستيو څو کلونو راهيسې د شيا من د ماراتون نړيوالې سيالۍ او د تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري نندارتون او ولسي هنري فيستوال په شمول د يو لړ سپورتي او کلتوري فعاليتونو له لارې د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي. د شيا من ښاروالي ليو څه ګوي څرګنده کړه چې دوي به په راتلونکي کې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټينګښت لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. دی وايي: !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای