CRI Online

په چين کې د لاوس سفير وايي دوي په بريالۍ توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو تر سره کېدو په هيله دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. څو ورځې مخکې، زموږ د راډيو خبريال په چين کې د لاوس له سفير ويکيت سينداون سره يوه مرکه وکړه. ښاغلي سفير د دغې مرکې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي او باور يې څرګند کړ چې د لاوس اورېدونکي به د سي ار ای په راډيويي پروګرامونو کې د اولمپيک لوبو په اړه تر ټولو چټک او عيني خبرونه او راپورونه واوري. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

زموږ د راډيو خبريال د لاوس په سفارت کې د ښاغلي سفير ويکيت سينداون له خوا تر لاسه شوي بېلا بېل سپورتي جايزې وکتلې. ښاغلی سفير د سپورتي لوبې ډېرې خوښږې او همېشه د خپل سفارت له نورو کاروکوونکيو يا په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو له ديپلوماتانو سره د ګولف او بولينګ لوبې کوي. نوموړي زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې لوبغاړي د اولمپيک لوبو سياليو په ترڅ کې نه يوازې خپل سپورتي توان، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د وګړيو ترمنځ يووالی، سوله او دوستي هم څرګندولای شي. ده وويل

( لومړی اواز)

د اولمپيک لوبې د نړۍ په کچه يوه ستره سپورتي پېښه ده. په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبو شعارونه يوه نړۍ او يو خوب دی چې له مخې يې د انسانانو همغږي، دوستي، يووالی او پرمختګ څرګندېږي. دغه روحيه نه يوازې د اولمپيک لوبو له کوربه هېواد، بلکې د نړۍ له هر هېواد سره هم تړاو لري.

د ښاغلي سفير په أند، د چين له خوا د اولمپيک لوبو کوربنۍ حق تر لاسه کول د ټولو پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېر زيات اهميت لري. ده په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

زما په أند، په نړۍ کې د تر ټولو لوي پرمختيايي هېواد په توګه د چين له خوا د اولمپيک لوبو تر سره کول نه يوازې د چين او ټولو چينايانو لپاره يو وياړ دی، بلکې د نړۍ د ټولو پرمختيايي هېوادونو لپاره هم د خوښۍ وړ پېښه ده. زه او د ټولو چينايانو په شان هيله لرم چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.

د چين حکومت په ٢٠٠١ کال کې د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو وروسته په هراړخيزو تياريانو پيل وکړ او تر اوسه پورې اووه کاله تېر شوي چې په بېجينګ کې ستر بدلون راغلی دی. ښاغلی سفير په بېجينګ کې څو کاله اوسېدلی او د اولمپيک لوبو لپاره د چين حکومت د کوښښونو په اړه خپله نظريه لري. دی وايي:

( درېيم اواز)

زما په فکر د چين حکومت هراړخيزې تياريانې تل په ښه توګه دوام کوي. ليدل کېږي چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره اړوند چاپېريال او شرايط ورځ په ورځ ښه کېږي. د بېلګې په توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو په شپږو همکارو

ښارونو کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو په شمول زياتو چارو چټک پرمختګ کړی دی.

د دې تر څنګ ښاغلي سفير د اولمپيک لوبو په اړه د چين د عامو وګړيو تاوده احسسات احساس کړی دی. نوموړي وويل

( څلورم اواز)

د بېجينګ اولمپيک لوبو په شپږو همکارو ښارونو کې د اوسېدونکيو سپورتي مفکوره بدله شوې او بدني تمرينونو او سپورتي لوبو ته زياته پاملرنه کوي. په چين کې د تکسي چلوونکيو، د هوټلونو يا رستورانتونو خدمت ګارانو او داوطلبانو په شمول د بېلا بېلو خدمتي چارو کيفيت هم ښه شوی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای