CRI Online

په چين کې د سريلانکا سفير وايي: چين په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو توان لري.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په چين کې د سريلانکا د سفير ښاغلي کروناتيلاکا امونوګاما سپورتي لوبې ډېر خوښېږي. څو ورځې مخکې زموږ د راډيو خبريال له نوموړي سره يوه مرکه وکړه. هغه اوس په بېجينګ کې د اوسېدو له امله ډېر وياړمن دی، ځکه چې په دغه ښار کې به ژر د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبې تر سره شي. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه يو لړ معلومات وړاندې کړو.

په چين کې د سريلانکا د سفير ښاغلي کروناتيلاکا ونه جګه ده، بدن يې تکړه او په عمر څه دپاسه پنځوس کلن دی. نوموړي پخوا په زياتو هېوادونو کې د سريلانکا په سفارتونو کې کار کړی دی، د بېلګې په توګه ده په ټايلاند او جاپان کې د سريلانکا د سفير دندې تر سره کړې دي. دی هره ورځ بدني تمرينونه او همېشه سپورتي لوبې کوي. ده په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

ما په پوهنتون کې له سپورتي لوبو سره ځانګړې مينه درلوده، په تېره بيا د باسکيټ بال، کرېکيټ او لامبو وهل مې ډېر خوښېږي. کله چې زه د سپورتي لوبو په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ کېږم، نو د ستونزو ليری کولو لپاره کوښښ کوم چې له مخې يې خپل توان پياوړی کړم. زما لپاره سپورتي لوبې ډېر زيات اهميت لري.

ښاغلي سفير د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګې په لار دي چې ژر به تر سره شي. ده څرګنده کړه چې د اسيا او لرغوني تمدن په استازيتوب د چين له خوا د دغې دورې اولمپيک لوبو تر سره کېدل د ټولو اسيايانو يو وياړ ګڼل کېږي. دی وايی:

( دوهم اواز)

اسيا په نړۍ کې د اقتصاد تر ټولو چټک پرمختګ يوه سيمه ده. زه د اسيا د يوې برخې په توګه د چين له خوا د اولمپيک لوبو تر سره کېدو له امله ډېر خوشحاله او وياړمن يم. زه هيله لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په سوله ايزه او ډاډمنه او وياړمنه توګه تر سره شي.

د بېجينګ اولمپيک لوبو له شعارونو څخه چې يوه نړی او يو خوب دی، د ټولو انسانانو ترمنځ د ټينګ يووالي په اړه د اولمپيک روحيې مرکزي مفکوره څرګندېږي. د ښاغلي سفير په أند، يووالی، دوستي، ګډون او خوب د اولمپيک لوبو روحيې استازيتوب کوي. نوموړي په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې په ترڅ کې له ويجاړونکيو فعاليتونو سره ټينګ مخالفت او خپله خواشيني څرګنده کړه. د ده په وينا د اولمپيک لوبې او سياست سره ګډول د سپورتي لوبو سپکاوی دی. ده د تېرې مۍ په پيل کې ايوريست څوکې ته د اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال رسېدنې په اړه وويل

( درېيم اواز)

ايوريست څوکې ته د اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال رسېدنې ياد به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې پاتې شي. زما په فکر د دغه فعاليت په ترڅ کې د اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال له سياسي عواملو پرته لېږدول شوی چې دا د ټولو انسانانو يوه ګډه هيله ده.

ښاغلي سفير زموږ د راډيو خبريال ته وويل چې سريلانکا د سپورتي لوبو يو مينه وال هېواد دی، نو ځکه د سريلانکا وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو ته ډېر په تلوسه سترګې په لار دي. د سريلانکا اورېدونکيو په فعاله توګه د اولمپيک لوبو په اړه د سي ار ای په معلوماتي سيالۍ کې ګډون کړی او زيات شمېر يې د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره د نوم ليکنې يو فعاليت هم تر سره کړ. ښاغلي سفير په دې اړه وويل

( پنځم اواز)

د سريلانکا وګړي د سپورتي لوبو په اړه تاوده احساسات لري او چين د سريلانکا صميمي ملګری دی، دغه راز د سريلانکا وګړي به په لا زياتو تودو احساساتو سره د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په أند، چين يو پياوړی سپورتي هېواد دی او د چين سپورتي پلاوي په ٢٠٠٤ کال کې د اتن په اولمپيک لوبو کې دوه دېرش طلايي ميډالونه تر لاسه کړل چې په نړۍ کې يې دوهم ځای نيولې و. هغه وويل

( شپږ اواز)

زه باور لرم چې چين به د کوربه هېواد په توګه د تېرو دورو اولمپيک لوبو په پرتله لا زيات ميډالونه وګټي. د چين لوبغاړي به د يو مليارډ او درې سوه مليون تنه هېوادوالو په ملاتړ سره تر وسې پورې خپل توان څرګند کړي او ښې نتيجې به تر لاسه کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای