CRI Online

په چين کې د بنګله ديش سفير وايی: راځی چې د يو ګډ خوب تر سره کېدو لپاره کوښښ وکړو.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په چين کې د بنګله ديش سفير منشي فيض احمد د سپورت يو مينه وال دی. دی د سپورتي پروګرامونو کتل يې ډېر خوښېږي. نوموړی له دې امله ډېر خوشحاله دی چې اوس د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو په کوربه ښار کې اوسېږي. څو ورځې مخکې، زموږ د راډيو خبريال په چين کې د بنګله ديش له سفير منشي سره يوه مرکه وکړه. د بېجينګ او اولمپيک لوبو پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

اولمپيک لوبې زما لپاره يو خوب دی. ما په ټليويزيون کې اړوند پروګرامونه کتلي او په ورځپاڼو کې مې اړوند خبرونه او راپورونه لوستلي دي. خو تر اوسه پورې اولمپيک لوبې د بنګله ديش په شاوخوا هېوادونو کې نه دي تر سره شوي. د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبې به ژر د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شي او زه اوس په چين کې اوسېږم. نو ځکه د اولمپيک لوبو په اړه به زما خوب ژر به تر سره شي چې دغو اولمپيک لوبو ته سترګې په لار يم.

ښاغلي سفير وويل چې دی او د ده کورنۍ د يوې سيالۍ د کتنې په ترڅ کې د خپلې خوښې ډلو ملاتړ کوي، خو هر څنګه چې کومه ډله بريالي شي، دی او د ده

کورنۍ به ټول خوشحاله وي. د نوموړي په أند، دا د اولمپيک لوبو روحيه ده چې ټول وګړي سره يو ځای کېږي. دی وايي

د بېجينګ اولمپيک لوبو د شعارونو له مخې چې يوه نړۍ او يو خوب دی، ټول انسانان د يو قوم وګړي دي او يو ګډ خوب لري. زموږ په وړاندې ستونزې بايد د ټولو انسانانو په ګډو کوښښونو سره ليری شي. نو ځکه زه نظر لرم اولمپيک لوبې يوه ستره سپورتي پېښه ده چې ټول انسانان په کې په يو کور کې راغونډېږي.

د ښاغلي منشي د پينګ پانګ او بدمينتون دوه سپورتي پروګرامونه ډېر خوښيږي. ده له ١٩٨١کال څخه تر ١٩٨٣ کال پورې د بېجينګ د ژبو او کلتور په پوهنتون کې د زده کړې په ترڅ کې همېشه له نورو زده کوونکيو سره يو ځای د پينګ پانګ لوبې کړې دي. ده وويل

د ماشومتوب پر وخت مې د پينګ پانګ لوبه ډېره خوښېده. که څه هم سويه مې دومره لوړه نه وه، خو زما علاقه ډېره زياته وه. په هغه وخت کې زما ورور همېشه له ما سره يو ځای د پينګ پانګ لوبې کولې او وروسته په بنګله ديش کې د پينګ پانګ پروګرام اتل شو.

ښاغلي منشي څرګنده کړه چې په سپورتي چارو کې د بنګله ديش عمومي سويه دومره لوړه نه ده او يوازې د کرکيټ، د نښې ويشتلو او ځغاستې په څو پروګرامونو کې نسبتأ پياوړی ځواک لري، خو د تېرو څو دورو په اولمپيک لوبو کې يې هېڅ ميډالونه نه دي تر لاسه کړي. له دې سره سره ښاغلي منشي وويل

د اولمپيک لوبو روحيه دا ده چې په سپورتي لوبو کې ګډون تر ټولو زيات اهميت لري. دغه دوره اولمپيک لوبې به په چين کې تر سره شي، نو موږ به هرومرو په فعاله توګه په کې ګډون وکړو او هيله لرو چې له چين سره د همکارۍ له لارې زموږ د هېواد سپورتي چارې پرمختګ وکړي.

ښاغلي منشي وويل چې تېر کال په شانګهای کې د اولمپيک ځانګړو لوبو پرانيستونکي مراسم ډېر په زړه پورې وو چې د نژدی يو سل او اويا هېوادونو او سيمو لوبغاړيو په دغو ځانګړو لوبو کې ګډون کړی او بنګله ديش هم دغو لوبو ته يو څلويښت کسيز پلاوی لېږلی و او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړل. ده باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم به لا نور بريالي شي. د ده په أند، په پرانيستونکو مراسمو کې بايد د چين تاريخ او کلتور څرګند شي.

په چين کې د بنلګه ديش سفير ښاغلي منشي د دغې مرکې په پای کې په چيني ژبې خپلې نيکې هيلې څرګندې کړې او و يې ويل

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو د برياليتوب په هيله! ستاسې د روغتيا او نيکمرغۍ په هيله! ډېره مننه!

ګرانو او محترمو اوېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای