CRI Online

د کوريا جمهوريت غواړي د ميډالونو شمېر له نظره د بېجينګ اولمپيک لوبو په مخکينيو لسو غښتليو هېوادونو کې ځای ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د جولای په نهمه نېټه د کوريا جمهوريت سپورتي ټولنې د دغه هېواد په پلازمېنه سيول کې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته يې د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د خپل هېواد د لوبغاړيو تياريانو په اړه معلومات ورکړل. د دغه هېواد غوره لوبغاړيو او روزونکيو په جلا جلا توګه څرګنده کړه دا به د دغه هېواد لوبغاړيو له خوا د خپل توان پوره څرګندولو لپاره ګټه ولري چې په ګاونډي هېواد چين کې اولمپيک لوبې تر سره کېږي. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د جولای په نهمه نېټه د تای نيونګ په نامه د کوريا جمهوريت د ملي سپورتي پلاوي په تمريني اډه کې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره شوه. په کوريا جمهوريت کې د تای نيونګ تمريني اډه د نړيوالو اتلانو يو زانګو ګڼل کېږي چې اوس د ديارلسو پروګرامونو درې سوه او شپږ پنځوس تنه لوبغاړي په کې د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تمرينونه کوي. د کوريا جمهوريت سپورتي ټولنې او د دغه هېواد د ملي کمېټې مشر لي يون تايک له يو شمېر غوره لوبغاړيو سره يو ځای په ياده شوې مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ.

د ښاغلي لي يون تايک په وينا د کوريا جمهوريت سپورتي پلاوي د تېرې دورې په اولمپيک لوبو کې نهه طلايي ميډالونه تر لاسه کړي چې لسم ځای يې نيولی دی. ده هيله څرګنده کړه چې د دغه هېواد سپورتي پلاوی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې څه دپاسه لس طلايي ميډالونه تر لاسه کړي چې عمومي نتيجه به يې د اتن اولمپيک لوبو په پرتله ښه وي. دی وايي:

( لومړی اواز)

د ميډالونو شمېر له نظره د اولمپيک لوبو په مخکنيو لسو غښتليو هېوادونو کې د کوريا جمهوريت شاملېدل زموږ د ټولو هېوادوالو يوه ګډه هيله ده. موږ به دغې موخې ته د رسېدنې لپاره تر وسې پورې هڅې وکړو.

د معلوماتو له مخې، د کوريا جمهوريت د تکواندو، غشي ويشتلو، جودو، غيږې نيولو، هندبال، د وزن پورته کولو ، پينګ پانګ، بدمينتون او لامبو وهلو په شمول څو پروګرامونو کې د طلايي ميډالونو تر لاسه کولو شونتيا لري. تکواندو په کوريا جمهوريت کې د ملي لوبې په توګه ګڼل کېږي او په ٢٠٠٠کال کې د سيدني له اولمپيک لوبو وروسته د سيالۍ په يو رسمي پروګرام بدله شوه. د دغه هېواد د تکواندو ډلې روزونکي کيم سې هيوک وويل چې دی او د ده لوبغاړي به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې په څلورو کچو سياليو کې ګډون وکړي او غواړي چې څه دپاسه دوه طلايي ميډالونه تر لاسه کړي.

لامبو وهل په اولمپيک لوبو کې دوهم لوی پروګرام دی چې پر اووه څلويښت طلايي ميډالونو په کې سيالي کېږي او د لامبو وهلو په پروګرام کې نتيجه د يو هېواد د سپورتي سويې استازيتوب کوي. پخوا د لامبو وهلو په

پروګرام کې د کوريا جمهوريت توان کمزوری و، خو په وروستيو څو کلونو کې د دغه هېواد

ځوان لوبغاړي ښاغلي پارک تای کون په زياتو نړيوالو سياليو کې ډېرې ښې نتيجې تر لاسه کړې او زياته پاملرنه يې راجلب کړې ده. د کوريا جمهوريت د لامبو وهلو ډلې عمومي روزونکي ښاغلي روح همين سانګ خبريال ته وويل چې لوبغاړی پارک تای کون يوازې نولس کلن دی او په راتلونکي کې به لا زيات فرصتونه ولري او هيله يې څرګنده کړه چې دی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښه نتيجه تر لاسه کړي. ده په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

لوبغاړی پارک تای کون چې د څلور سوه مترو په اوږدوالي د ازادې لامبو وهلو په سيالۍ کې نسبتأ پياوړی ځواک لري د دوه سوه، څلور سوه او يو زر او پنځه سوه مترو په اوږدوالي د ازادې لامبو وهلو په سياليو کې به ګډون وکړي. د مکعب اوبو په نامه د چين د لامبو وهلو په ملي مرکز کې تاسيسات او شرطونه ډېر بشپړ او پرمختللي دي. په دغه معاصر سټېديم کې د يو طلايي ميډال تر لاسه کول زما او د ښاغلي پارک تای کون ګډ خوب دی.

د خبر له مخې، د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د کوريا جمهوريت سپورتي پلاوی به د جولای په پنځه ويشتمه نېټه په رسمي توګه جوړ شي او د دغه هېواد درې سوه او اته اتيا تنه لوبغاړي به د بېجينګ اولمپيک لوبو په پنځه ويشتو پروګرامونو کې ګډون وکړي. دغه پلاوی به د راتلونکي اګست په لومړۍ نېټه بېجينګ ته وخوځېږي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره مننه کوم. هر چېر چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای