CRI Online

د سي ار اې راډيو له خبريالې سره د افغانستان د لوبغاړې روبينا مقيم يار مرکه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او نننۍ پروګرام ته مو هر کلی کوم. اوس د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د ګډون په موخه د افغانستان څلور تنه لوبغاړي بېجينګ ته راغلي دي. دوی به د ځغاستې او تکواندو په سياليو کې ګډون وکړي. په دغو څلورو لوبغاړيو کې يوازنۍ لوبغاړې چې روبينا مقيم يار نوميږي او د سلو مترو په واټن د ځغاستې په سياليو کې به برخه واخلي ، زموږ د راډيو له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې ګډون د دې لويه موخه ده .

مقيم يار مسلکي لوبغاړې نه ده او د افغانستان د غيرحکومتي ارګان يوه عام کارکوونکې ده. که څه هم عمر يې يوازی نولس کاله دی، خو مقيم يار د اولمپيک په دوو دورو سياليو کې ګډون کړی دی. دې وويل په نړيوالو سياليو کې می پنځلس ځله ګډون کړی دی .په ٢٠٠٤ کال کې می د اتن په اولمپيک لوبو کې برخه اخيستې ده . نو اوس د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې زما دوهم ځل ګډون ګڼل کېږي . خو دا چين ته زما لومړی سفر دی.

څرنګه چې اوس افغانستان له جګړې نه وروسته د بيا جوړولو په حال کې دی او حکومت نشی کولی ددې لپاره د روزنې ښه شرايط برابر کړي. هغې وويل چې د ددې لپاره د روزنې ځانګړی ډګر او پيسې نشته ، نو د روزنې لپاره پيسې ټول په خپله غاړه دي . دې وويل ( اواز٢)

دا حقيقت دی چې اوس افغانستان له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دی. زه د روزنې ځانګړی ډګر نه لرم او هره اوونی د کار په فارع وخت کې د دريو ورځو روزنه کوم. ټولو ته معلومه ده چې د لنډ واټن ځغاستې لوبغاړو روزنه بايد د منډی په ځانګړې ليکه کې ترسره شي،خو موږ دغه شان شرط نه لرو او يوازی په سيمنټي ډګر کې روزنه کوو. دغه روزنه د لوبغاړيو د پښو هډوکو ته سخت زيانمنه ده. خو موږ پر روزنې ټينګار کوو او ټينګ هود لرو چې موږ غوره لوبغاړي يو.

که څه هم د روزنې چاپېريال او شرايط سخت دي، خو مقيم ياروويل چې په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې بهير د پياوړتيا سره سم د افغانستان په بېلا بېلو ساحو کې پرمختګ موندل شوی او زياتړ نجونو په سپورتي لوبو کې ګډون کړی دی.

د هر لوبغاړي موخه د اولمپيک په لوبو کې ميډال تر لاسه کول دي چې خپل هېواد ته وياړ ورسوي. مقيم يار وويل چې دې لږه موده مخکې د اولمپيک په لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی چې له امله يې د دغو لوبو لپاره پوره تياريانې نه دي ترسره کړي . نو ددې لپاره د اولمپيک په لوبو کې ګډون د خپلې موخې بشپړولو مانا لری . دې وويل ( اواز٣)

باور لرم چې زه د اولمپيک په لوبو کې برياليتوب تر لاسه کړم . سره له دې چې په راتلونکي وخت کې څه پيښيږي ، نن زما موخه بشپړه شوې ده.

مقيم يار د اګيست په پنځمه نېټه بېجينګ ته له رارسيدو نه وروسته د بېجينګ د اولمپيک په کلی کې داخله شوه. هغه ډيره خوشحاله ده او د اولمپيک کلی زياته ستاينه وکړه.( اواز٤)

د چين چارواکي، کارکوونکي او داوطلبان ډير مهربان او ميلمه پال دي او

خدمتونه يې هم د قناعت وړ دي ، تيار شوي خوراکونه خوندور دي. خونه او د روزنې ډګر هم زما خوښ دی. زه د يوې أسيايې په توګه د چين له امله وياړم.

له دغې مرکې څخه د مقيم يار ټينګه اراده او په اولمپيک لوبو کې د ګډون په اړه ددې غوره روحيه څرګنده شوې ده.

موږ نيکه هيله لرو چې مقيم يار په سياليو کې برياليتوبونه تر ګوتو کړي او بيجينګ ته له خپل سفر څخه خواند واخلي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای