CRI Online

د بېجينګ د اولمپيک لوبو لوبغالی د چين د خلکو د روغتيا په پياوړتيا کې رول لوبوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:04:27

د اولمپيک لوبو کوربه ښار د اولمپيک د هرې دورې لوبو له پای ته رسيدو وروسته د بېلا بېلو لوبغالو د کارولو له مسئلې سره مخامخ وي، د بېلګې په توګه يو شمير کوربه ښارونه د لوبغاليو د ساتلو او ترميمولو د لوړ لګښت له امله له اقتصادې ستونزې سره مخامخ شول.

لي شيو فن چې عمر يې دوه شپيته کاله دی د بېجينګ ښار د شي جينګ شان په سيمه کې اوسېږي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بايسکل ځغلولو لوبغالی د دې له کور څخه نژدی دی. هغې د اولمپيک لوبو په موده کې په دغو لوبغالو کې له سياليو څخه ليدنه کتنه وکړه، خو اوس هغه هره ورځ په دغو لوبغالو کې روغتيا ساتي. دې وويل (( اوس زه هره ورځ له څو دوستانو سره يو ځای د لاو شان په نامه د باسيکل د لوبغالو د روغتيا د ساتنې په مرکز کې روغتيا ساتم. د اولمپيک لوبو د سرو زرو مډالونو اخيستونکی پخوا په دغه ځای کې روزنه وکړه، نو تاسيسات يې ډير ښه دی. بيه يې ګرانه نه ده او زوړ کسان د نيمې بيې په اړه امتيازی تر لاسه کولای شي. د اولمپيک لوبو له امله مو د روغتيا ساتنې په اړه داسی په زده پورې چاپيريال تر لاسه کولای شوو. ))

په چين کې د هر تن په سر د سپورتي ډګر پراخوالی ډير محمدود دی. د بېجينګ په بېلګې، د چين د سپورتي ډګرونو په اړه د پنځمې پلټنې د پايلې سره سم، په ٢٠٠٤ کال کې په بېجينګ کې په منځنی توګه د هر تن په سر د سپورتي ډګر

پراخوالی يوازی دوه اعشاره دوه مربع متری و. په هغه وخت کې په جاپان کې دغه شمير نولس مربع مترې ته رسيدلی دی او په اورپايې هېوادونو او امريکا کې دغه شمير لا لوړ دی. د بېجينګ حکومت د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسيدو وروسته عامو خلکو ته د لا زياتو سپورتي ډګرونو د برابرولو لپاره د اولمپيک لوبو د يو شمير جمنازيوموه او سټېډيومونه په پوره توګه عامو وګړيو ته خدمتونه کوي او بيې يې لوړې نه دی. دغه راز زده کوونکي، زړه کسان او معيوبين د نيمي بيو په اړه امتيازی تر لاسه کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای