CRI Online

د چين د هاربين ښار په راتلونکي کې د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:20:33

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. څو ورځې مخکې د نړيوالو محصيلينو ژمني لوبې د چين په شمال ختيځ هاربين ښار کې پای ته ورسېدې. دغه ښار په ٢٠٠٢ کال کې د لومړي ځل لپاره د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب غوښتنه کړې وه، خو برياليتوب يې تر لاسه نکړ. خو د هاربين وګړي د سترو نړيوالو سپورتي لوبو پر کوربه کولو پوره باور لري. دوي په بريالۍ توګه د نړيوالو محصيلينو ژمنۍ لوبې تر سره کړې او له دې لارې يې ټولو نړيوالو ته د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب د تر لاسه کولو په اړه خپل ټينګ هوډ ښودلی دی. د سپورت او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د تېرې فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه د نړيوالو محصيلينو د ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې د نړيوالو محصيلينو د سپورتي ټولنې مشر جورج کليان د چين په اړه څرګنده کړه

( لومړی اواز)

د چين په هاربين ښار کې د نړيوالو محصيلينو ژمنۍ لوبې په بريالۍ توګه تر سره شوې. د دغو لوبو تشکيلاتي کمېټه او د چيني محصيلينو سپورتي ټولنه نړيوالو ته ښيي چې چين د سترو نړيوالو سپورتي لوبو د تر سره کولو پوره توان لري.

د نړيوالو محصيلينو د څليرويشتمې دورې ژمنۍ لوبې د بېيجګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو په څېر سترې نړيوالې سپورتي لوبې دي چې چين د نړيوال پولي بحران د پر له پسې پراخېدو په حال کې تر سره کړې دي. د دغو لوبو په ترڅ کې د دوولسو لويو پروګرامونو او يو اتياوو کوچنيو پروګرامو سيالۍ تر سره شوې او له څلور څلويښتو هېوادونو او سيمو څخه راغليو څه دپاسه دوه زره تنو لوبغاړيو په کې ګډون کړی وو.

د معلوماتو له مخې، تشکيلاتي کمېټې د يادو شويو سپورتي لوبو د تر سره کېدو لپاره څه دپاسه درې مليارډ يوانه ولګول شول. د تېرې فبرورۍ له اتلسمې نېټې څخه د دغو لوبو تر پايه پورې بېلا بېلې سيالۍ په بريالۍ توګه ترسره شوې. د نړيوالو محصيلينو د سپورتي ټولنې د تخنيکي کمېټې مشر ښاغلي روجير روس په هاربين ښار کې د پرمختلليو تاسيساتو زياته ستاينه وکړه او و يې ويل

( دوهم اواز)

ګرانو دوستانو، زه هيله لرم چې تاسې د سکي وهلو لپاره دلته راشي. ځکه چې په دغه ځای کې د سکي وهلو تر ټولو ښه ډګر ليدل کېږي، تاسې په دغه ځای کې د سکي له وهلو څخه زيات خوند اخيستلای شي.

د هاربين ښار د نړيوالو محصيلينو ژمنيو لوبو د بريالۍ تر سره کېدو له امله د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربټوب په اړه خپل هوډ لا ټينګ کړی دی. د هې لونګ جيان ولايت اړوندو چارواکيو چې د هاربين ښار په کې پروت دی، څو ځله څرګنده کړې چې هاربين ښار غواړي په ٢٠١٨ يا ٢٠٢٢ کال کې د اولمپيک د ژمنيو لوبو کوربتوب تر لاسه کړي.

په حقيقت کې هاربين ښار په ٢٠١٠ او ٢٠١٢ کال کې د ځوانانو لپاره د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب غوښتنه کړې وه، خو د نوم أندانو په لست کې نه و شامل شوی. مهم لامل يې دا دی چې په چين کې پر واورو د ځانګړو موټرونو او وښويبونکيو دړو د سيالۍ ځانګړي ډګرونه موجود نه دي.

( درېيم اواز)

هاربين ښار د ځوانانو لپاره د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب غوښتنه کړې، خو ناکام شو. ځکه چې په چين کې پر واورو د موټرونو او پر واورو د وښويبونکيو دړو دوه پروګرامونه نه شته، خو دغه دوه پروګرامونه په اروپا او امريکا کې ډېر مروج دي او دوي په دغو دوو پروګرامونو کې پياوړی توان لري.

د هې لونګ جيان ولايت د والي مرستيال ښاغلي چنګ يو دونګ په دې وروستيو ورځو کې په دې اړه وويل چې که څه هم پر واورو د موټرونو او وښويبونکيو دړو سياليو د تر سره کېدو لپاره به ډېرې زياتې پيسې ولګول شي، خو که موږ د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربتوب تر لاسه کړي، نو هاربين ښار به تر خپلې وسې پورې د نړيوالو معيارونو له مخې اړوند تاسيسات جوړ کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورت او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای