CRI Online

د چين پينګ پانګ ځوان لوبغاړي ډېر پياوړي شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:21:33

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال په اپريل کې به د پينګ پانګ نړيواله اتلوالي د جاپان په ياکوهاما ښار کې تر سره شي. د چين پينګ پانګ ښځينه او نارينه لوبډلو په دغو نړيوالو اتلواليو کې د ښو نتيجو د تر لاسه کولو لپاره د مارچ په پيل کې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې يوه انتخابي سيالي تر سره کړه. د دغې سيالۍ نتيجه د حيرانتيا وړه ده چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې بريالی شوی نارينه لوبغاړی ما لين او بل مشهور نارينه لوبغاړی وانګ لي چين ناکام شول، خو يو شمېر ځوان لوبغاړي بريالي شوي دي. د سپورت او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

له وروستيو څو کلونو راهيسې د چين پينګ پانګ لوبډلې د غوره لوبغاړيو د انتخابولو پر وخت د عمده روزونکي له خوا د ټولو سيالي ګډون کوونکيو لوبغاړيو له ټاکلو څخه لاس واخيست او دغې لارې چارې يې ومنلې چې د سيالۍ ځيني ګډون کوونکي لوبغاړي د انتخابي سيالۍ د تر سره کولو له لارې غوره شي. يادې شوې لارې چارې د زياتو ځوانو لوبغاړيو زياته ستاينه تر لاسه کړه چې له دې څخه د برابرۍ او عدالت اصول څرګندېږي. د چين د پينګ پانګ نارينه او ښځينه لوبډلې به د جاپان د ياکوهاما په نړيواله اتلوالي کې د ګډون لپاره په جلا جلا توګه اووه تنه لوبغاړي ولېږي. په انتخابي سيالي کې تر ټولو پياوړی درې تنه ښځينه او نارينه لوبغاړي په مستقيمه

توګه په ياده شوې نړيواله اتلوالي کې د ګډون حق تر لاسه کوي.

( لومړی اواز)

د چين د پينګ پانګ په نارينه لوبډله کې ځوانو لوبغاړيو وانګ هاو، جانګ چاو او شو تينګ او په ښځينه لوبډله کې ځوانو لوبغاړيو دينګ نينګ جانګ يي نينګ او ګوه يو د يو لړ تيزو سياليو له لارې برياليتوب تر لاسه کړ چې تر اوسه پورې يې د جاپان ياکوهاما ته د تګ لپاره د الوتکې ټکټونه ګټلي دي.

د يادونې وړ خبره دا ده چې په ياده شوې انتخابي سيالي کې يو شمېر ځوانو لوبغاړيو د خپلو کوښښونو له لارې ځينو مشهورو او غوره لوبغاړيو ته ماتي ورکړه. د بېلګې په توګه د چين د پينګ پانګ په ښځينه لوبډله کې نولس کلنه نجلې دينګ نينګ ډېر مشهورې لوبغاړې جانګ يي نينګ ته ماتي ورکړه او په دغه سيالي کې يې لومړی ځای ونيوه. دغې نجلې له سيالۍ وروسته خبريالانو ته وويل

( دوهم اواز)

زه د ياکوهاما په نړيواله اتلوالي کې د ګډون په اړه د زده کړې رويه غوره کوم او بهرنيو لوبغاړيو ته د ماتي ورکولو لپاره به کوښښ وکړم.

د چين د پينګ پانګ ښځينه لوبډلې عمده روزونکي شه جه هاو په دې اړه څرګنده کړه چې نجلې دينګ نينګ د ده په لوبډله کې د يو نوي ستور په توګه ګڼل کېږي. نوموړی د اغلې دينګ نينګ په اړه ستره هيله لري.

( درېيم اواز)

زما په اند د اغلۍ دينګ نينګ نتيجه ډېره د خوښۍ وړه ده. زه بايد له دې څخه زياته او لوړه غوښتنه ولرم.

د ښځينه لوبډلې په پرتله د چين د پينګ پانګ په نارينه لوبډله کې د انتخابي سيالۍ نتيجې لا د حيرانتيا وړ دي. لوبغاړيو جانګ چاو او شو شين چې پخوا يې دومره ښې نتيجې نه وې تر لاسه کړې، په انتخابي سيالۍ کې په جلا جلا توګه دوهم او درېيم ځايونه ونيول. په تېره بيا د لوبغاړي جانګ چاو څرګندونه د ټولو لوبغاړيو او روزونکيو له اټکلو څخه وتلې ده.

په دغه انتخابي سيالي کې د چين زياتو مشهورو لوبغاړيو دومره ښې نتيجې تر لاسه نه کړې. که دوي غواړي د ياکوهاما په نړيواله اتلوالي کې ګډون وکړي، نو بايد لا زيات کوښښونه او تمرينونه وکړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورت او نړۍ پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم! هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای