CRI Online

د بېجينګ ښار په هوي لونګ ګوان ټولنيزه سيمه کې د فوټبال سيالۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:24:53

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د تېر مارچ اته ويشتمه نېټه چې د زياتره کسانو لپاره يوازې يوه عامه ورځ وه، خو د بېجينګ ښار په هوي لونګ ګوان ټولنيزه سيمه کې د ټولو اوسېدونکيو لپاره ډېره ځانګړې ورځ وه. ځکه چې په همدې ورځ په هوي لونګ ګوان ټولنيزه سيمه کې د فوټبال دوه پياوړو ټيمونو سره سيالي وکړه چې نومونه يې يې جو لين او بې ديان جيا يوان دي. په دغه ټولنيزه سيمه کې زيات اوسېدونکي د فوټبال مينه وال دي او د فوټبال څو ټيمونه يې جوړ کړي چې کله نا کله سره سيالي کوي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

د فوټبال له زياتو مينه والو څخه يوه نجلۍ ليدل کېږي چې مي نا نومېږي. هغې د سي ار ای خبريال ته وويل چې دا پنځه کاله مخکې د يې جو لين ټيم يوه مينه واله وګرځېدله او د دغه ټيم ټولې سيالۍ يې وکتلې. دا وايي:

( دوهم اواز)

کله چې يې جو لين ټيم په يوه سيالي کې بری مومي، نو زه به هغه مهال ډېره خوشحاله يم. خو که دغه ټيم ماتې خوري، زه به ډېره خپه شم.

هو لونګ ګوان ټولنيزه سيمه د بېجينګ ښار د پنځمې دايروي لارې شمالي برخې دباندی پرته ده چې له مرکزي سيمې سره څه دپاسه دېرش کيلومتره واټن لري. دغه ټولنيزه سيمه په اسيا کې دوهمه لويه ټولنيزه سيمه ګڼل کېږي چې نژدې څلور لکه تنه په کې اوسېږي او له دې امله يې زيات شهرت موندلی چې همېشه د فوټبال زياتې سيالۍ تر سره کېږي. شپږ کاله مخکې دغه ټولنيزه سيمه د لازمو ترانسپورتي اسانتياوو او د ساعتېرۍ تاسيساتو د کمښت له امله د خوب سيمې په توګه وبلله. خو اوس مهال دغه سيمه د فوټبال او انترنيټ له امله په يو رښتينۍ نيکمرغۍ ټولنيزې سيمې بدله شوې ده.

( درېيم اواز)

په دې وروستيو شپږو کلونو کې موږ کله کله د فوټبال، بدمينتون، پينګ پانګ او لامبو وهلو په شمول زيات سپورټي فعاليتونه تر سره کړل او د هوی لونګ ګوان ټولنيزې سيمې يوه ويبپاڼه مو هم جوړه کړه. دغه راز ټول اوسېدونکي پر دغې ويبپاڼې د فعاليتونو په اړه خبرتياوې او رنګا رنګ معلومات خپرولای شي. برسېره پردې، له وروستيو څو کلونو راهيسې په دغه شاوخوا سيمه کې ترانسپورتي وسيلې زياتې شوې او يو لړ بنسټيز تاسيسات جوړ شوي دي. نو ځکه اوس مهال دغه ټولنيزه سيمه د خوب سيمه نه ده.

د ٢٠٠٢ کال په يوه ورځ د هوي لونګ ګوان ټولنيزې سيمې څه دپاسه اويا تنه فوټبال مينه والو پر يادې شوې ويبپاڼې موافقه وکړه چې سره يو ځای لوبه وکړي او د دغې ټولنيزې سيمې د فوټبال لومړی ټيم جوړ کړي چې د يې جو لين په نامه يادېږي. تر دې وروسته په سيمه کې د اوسېدونکيو شمېر د زياتوالي له امله د فوټبال زيات ټيمونه

جوړ شوي دي. دغه راز په ٢٠٠٤ کال کې د هوي لونګ ګوان ټولنيزې سيمې د فوټبال لومړۍ فدرالي سيالي رامنځته شوه چې اته ټيمونو په کې ګډون کړی وو.

تر دې وروسته هر کال د دغې ټولنيزې سيمې د فوټبال په فدرالي سيالۍ کې د ګډون کوونکيو ټيمونو شمېر زياتېږي او د سيالۍ قاعدې يې هم کال په کال معياري کېږي. اوس مهال دغه فدرالي سيالۍ د دغې ټولنيزې سيمې د اوسېدوکيو لپاره تر ټولو د خوښۍ سيالۍ ګڼل کېږي. په ٢٠٠٧ کال کې د زياتو اوسېدونکيو په کوښښونو سره يو ستر سوپر مارکيټ د دغې سيالۍ تشکيلاتي کمېټې ته نژدې شل زره امريکايي ډالره بسپنه وکړه. د هوي لونګ ګوان ټولنيزې سيمې د فوټبال فدرالي سيالۍ تشکيلاتي کمېټې غړي ښاغلي وانګ يو يو داسي وايي، موږ هيله لرو چې زموږ سيالي سل کاله دوام ولري.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای