CRI Online

د فوټبال اسيايي ټولنې له مشر محمد بن هامم سره مرکه.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:25:05

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم! ښاغلی محمد بن هامم چې د ١٩٤٩ کال د مۍ په اتمه نېټه په قطر کې زېږېدلی، د قطر د مخابراتي ډلې يو سهم لرونکی وو، خو اوس د فوټبال اسيايي ټولنې مشر او د فوټبال نړيوالې ټولنې د اجرائيوي کمېټې يو غړی دی. نوموړی په لويديځه اسيا کې ډېر زيات شهرت لري چې ډېرې خبري رسنۍ د ده زياته ستاينه کوي، خو ځينې يې تل پر ده نيوکه کوي. څو ورځې مخکې نوموړی چين ته راغلی وو او د سي ار ای خبريال له وخت څخه په ګټې اخيستنې له نوموړي سره يوه مرکه کړې ده. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

له ښاغلي محمد بن هامم سره د سي ار ای مرکه سهار وختي په شپږو بجو ټاکل شوې وه. ځکه چې د ده شخصي الوتکه به د سهار په اتو بجو حرکت کولو. په شپږو بجو ښاغلی محمد پر ټاکل شوي وخت د هوټل تالار ته راغی او په مهربانۍ سره يې خپل بارونه خدمت ګارانو ته وسپارل. ده د مرکې له پيل مخکې د سي ار ای خبريال ته وويل چې دی پنځه لورګانې لري. دی وايي:

( لومړی اواز)

دوی پر ما ډېرې ګرانې دي او هيله لرم چې زه يو مهربانه پلار وم دوي ته.

ښاغلی هامم يو ډېر هوښيار او ځيرک سړی دی چې دغه راز د خبريال په سترګو

کې دغه پنځوس کلن سړی يو مهربانه پلار دی، خو د فوټبال د اسيايي ټولنې دغه مشر توند سړی نه دی.

چين ته د ښاغلي هامم د دغه سفر موخه د زياتو ماشومانو او ځوانانو له خوا د فوټبال د لوبې کولولپاره د اسيايي راتلونکي په نامه د فعاليتونو تبليغول وو. د فوټبال په پروګرام کې د اسيايي ماشومانو او ځوانانو روزنيز سيستم د اروپايي هېوادونو په پرتله نسبتأ وروسته پاتی دی. نو ځکه ښاغلی محمد بن هامم تل اړوندو کارونو ته په درنه سترګه ګوري.

( دوهم اواز)

موږ اته ويشت اسيايي ښارونه غوره کړل چې په کې به هلته د اسيايي راتلونکي يو لړ فعاليتونه د ماشومانو او ځوانانو فوټبال پروګرامونه تر سره کېږي. د فوټبال لوبه په دغو ښارونو کې ورځ په ورځ د زياتو ماشومانو او ځوانانو هرکلی او خوښې تر لاسه کړې ده. ماشومان او ځوانان اوس د هرې اوونۍ په پای کې سره د فوټبال لوبه کولای شي او ترې خوند اخيستلای شي.

ښاغلي هامم د فوټبال د ٢٠٠٩ کال د اسيايي اتلولي چې اوس روانه ده، زياته ستاينه وکړه او و يې ويل

( درېيم اواز)

دغه اتلولي تر اوسه پورې ډېره بريالۍ ده چې نه يوازې په لوبغاليو کې يې د نندارچيانو شمېر زيات شوی، بلکې په بېلا بېلو اسيايي هېوادونو کې د ټلويزيوني کتونکيو له خوا د سياليو د کتلو انډول هم لوړ شوی دی.

د ځينو اسيايي خبري رسنيو په أند، د ښاغلي هامم د ځينو تګلارو له امله له وروستيو څو کلونو راهيسې په اسيا کې د فوټبال پياوړی هېوادونه لا پياوړي شوي او کمزوي هېوادونه لا کمزوي شوي دي. ښاغلي هامم په دې اړه وويل چې دا د ده د کار د ارزونې يوازنی معيار نه دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دی د فوټبال اسيايي ټولنې د مشر په توګه په رښتينې ډول د اسيايي فوټبال استازيتوب کوي او د فوټبال په نړيواله ټولنه کې د اسيا لپاره وړ او مناسب ځای وګاټه. د ښاغلي هامم په أند د ده د زياتو کوښښونو له امله اسيايي فوټبال اوس روښانه اينده لري.

( پنځم اواز)

زه باور لرم چې د فوټبال په پروګرام کې د اسيا اينده ډېره روښانه ده. موږ به لا غښتلي او مسلکي وو. ښايي په راتلونکيو لسو کلونو کې د اسيايي فوټبال سويه د اروپا او امريکا سره يو شان پياوړې او ځواکمنه شي.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم! هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای