CRI Online

له چين سره د ښاغلي کلاوس سچلپنر ژوره مينه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:24

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. څو ورځې مخکې د چين د فوټبال ملي نارينه لوبډلې د هېواد په شانګهای ښار کې د المان له ملي لوبډلې سره د دوستۍ يوه سيالي تر سره کړه چې په کې يې يو د يو په وړاندې مساوی پايله تر لاسه کړه. دغه ځل له چين څخه د ليدنې پر مهال د المان د ملي لوبډلې په پلاوي کې څه دپاسه يو سلو پنځوس تنه شامل شوي دي، د بېلګې په توګه الماني لوبغاړي، د المان د فوټبال ټولنې چارواکي، د سوداګريزې ټولنې استازي او د چين د ملي نارينه لوبډلې يو وفادار ملګری چې نوم يې کلاوس سچلپنر دی، هم شامل وو. د چين په شانګهای ښار کې د سي ار ای خبريال له دغه وفادار ملګري سره يوه مرکه وکړه. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

اووه شپېته کلن سپين ږيری کلاوس سچلپنر د چين د فوټبال له ملي لوبډلې سره د اړيکو د يادونې پر وخت وويل

( لومړی اواز)

زما لپاره چين يو ډېر مهم ځای دی. زه له چين او د چين له فوټبال سره زياته مينه لرم.

په چين کې د ښاغلي کلاوس سچلنپر شهرت د المان د فوټبال يو بل نامتو لوبغاړي فرنځ بېکنباور په پرتله چې د فوټبال د پاچا په نامه يادېږي، لا نور هم زيات دی . لامل يې دا دی چې ښاغلی کلاوس سچلپنر نه يوازې پخوا د چين د فوټبال د ملي نارينه لوبډلې د سر روزونکي دنده پر غاړه واخيستله، بلکې هم يې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو وروسته د فوټبال لوبې په برخه کې چين ته لومړی مرسته ورکوونکی بهرنی روزنکی دی. ښاغلی سچلپنر په ١٩٨٤ کال کې د منهېم په نامه د المان د يوې فوټبال لوبډلې په مشرۍ له چين څخه ليدنه کړې او د چين د فوټبال له ملي نارينه لوبډلې سره يې يوه سيالي کړې وه. د دغه سفر په ترڅ کې يې د چين له اړوندو شخصيتونو سره زياتې خبرې اترې وکړې او داسې معلومات يې تر لاسه کړل چې په هغه وخت کې د چين فوټبال لوبغاړي، روزونکي او حتې اړوند چارواکي د نړۍ له اړوندو حالاتو او معلوماتو سره بلد نه وو. دغه راز په ١٩٨٥ کال کې د ښاغلي سچلپنر په بلنه د ښاغليو لي ينګ فا او جين جه يانګ په ګډون دوه چيني روزونکي المان ته ولاړل او هلته يې درې مياشتنې روزنه تر لاسه کړه. د دې تر څنګ ښاغلي سچلپنر هم د چين د فوټبال له مشهور لوبغاړي ګو ګوانګ مينګ سره مرسته وکړه چې له امله يې ښاغلی ګو د فوټبال لوبه کولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لومړی تلونکی لوبغاړی ونومول شو.

(دوهم اواز)

ما چين ته له لومړي راتګ مخکې له پخوانيو مشرانو جو ان لای او دنګ شياو پينګ سره مينه درلوده. دغه راز زه له چين سره هم زياته مينه لرم، نو زه غواړم د دغه هېواد لپاره کار وکړم.

په ١٩٨٩ کال کې د چين ملي لوبډلې د ايټاليا د فوټبال په نړيواله اتلوالۍ کې د ګډون حق د تر لاسه کولو لپاره په يوه سيالي کې ماتې وخوړله. د چين د فوټبال ټولنې په هېواد کې د دغې لوبې د ژر پرمختګ لپاره وغوښتل چې يو بهرنی سر روزونکی ومومي. دغه راز ښاغلی کلاوس سچلنپر چې د المان د فوټبال د لسو غوره روزونکيو په توګه يې وبلل شو، البتا تر ټولو غوره انتخاب وو.

( درېيم اواز)

د چين د فوټبال ټولنې د ١٩٩٢ کال په اپريل کې ما ته بلنه راکړه چې د چين د فوټبال د ملي نارينه لوبډلې د سر روزونکي دنده پر غاړه واخلم. په هغه وخت کې ما د المان د فوټبال د يو کلب سر روزونکی او د خپل شرکت په اداره بوخت وم. نو زما لپاره د کار لپاره چين ته راتګ يوه ډېره ستونزمنه پرېکړه وه.

خو له چين سره د زياتې مينې له امله ښاغلي سچلپنر په اخر کې د چين بلنه په ورين تندي ومنله او چين ته راغلی دی. نوموړی په چين کې د شپږو کلونو په ترڅ کې زيات کارونه او خدمتونه تر سره کړي دي چې د ده په کوښښونو سره د چين د فوټبال سويې لږ څه پرمختګ کړی دی. چين په ١٩٩٢ کال کې د اسيا د فوټبال په اتلوالي کې درېيم ځای او د ١٩٩٣ کال په پيل کې د تړانګ کپ په نامه د فوټبال په سياليو کې لومړی ځای ونيو.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای