CRI Online

د بريټانيا د فوټبال لوبو ګډه سيالی په چين کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:30

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم! که څه هم د فوټبال لوبو د چين نارينه ډله هغه شونتيانه لري چې په ٢٠١٠ کال کې په جنوبي افريقا کې د فوټبال لوبو په نړيوال کپ کې ګډون وکړي خو د چين د فوټبال لوی بازار لاهم د نړۍ د ډېرو فوټبال لوبډلو پاملرنه ځان ته راجلب کړې ده. د المان د فوټبال د لومړۍ کچې سيالی، د ايټاليااو بريټانيا د فوټبال لوبو سيالی تشکيلاتی پرسنلو په جلاجلا توګه د روان کال د دوبی په موسم کې په چين کې د لوبو ترسره کولو هوډ څرګند کړی دی. د بريټانيا د فوټبال لوبو ګډه سيالی چې په نړۍ کې په دې برخه کې ترټولو بريالۍ لوبه ګڼل کيږی، هم په چين کې د لوبو کولو هوډ څرګند کړی دی.

په وروستيو ورځو کې د المان د فوټبال لوبو نارينه لوبډلې له چين څخه ليدنه وکړه او په شانګهای کې چې هلته د المان تصدۍ هم ډيرې دي، د چين د فوټبال له لوبډلې سره د دوستۍ يوه سيالی ترسره کړې ده. د المان لوبډلې موخه په چين کې د خپل ځان اعلانول دي ځکه چې د چين مرکزي تلويزيون د المان د فوټبال لوبو د لومړۍ کچې سيالۍ د خپرونې لوی ارګان دی. له دې نه وروسته د ايټاليا د فوټبال لوبو د لومړی کچې سيالي تشکيلاتي ارګان هم اعلان وکړ چې د اګست په اتمه نېټه به د ايتاليا د فوټبال عمومي سيالۍ د بېجينګ اولېمپيک لوبو په عمومي لوبغالي يعنې د مرغانو په ځاله کې ترسره شي. دغه نېټه د بېجينګ د اولېمپيک لوبو د ترسره کيدو له لومړۍ کاليزې سره هم برابره ده . د دې ترڅنګه د بريټانيا د فوټبال عمومي سيالي به نه يوازې په بېجينګ کې ترسره شي بلکې د چين د فوټبال له لوبډلو سره به اوږد مهالي همکارۍ ترسره کړي.

د پلان له مخې به د بريتانيا د فوټبال څلورم أسيايی کپ د جولای په پای کې په بېجينګ کې ترسره شي. په چين کې د بريتانيا د فوټبال د عمومی سيالی د شرکت همکار د بيجينګ د هه لي وان شينګ په نامه شرکت مشر وانګ هوی ژه خبريالانو ته وويل:

(لومړی اواز)

د بريټانيا د فوټبال لوبو د اسيايی کپ سيالی به د جولای په ٢٩ نېټه او ٣١ نېټه د بېجينګ د کارګرو په لوبغالی کې څلور مسابقې ترسره شي. د بريټانيا څلور لوبډلې او د چين يوه لوبډله به په دغو مسابقو کې ګډون وکړي. دا به لومړی ځل وی چې د بريتاينا د فوټبال لوبو د عمومي سيالۍ شرکت د چين په ستره برخه کې رسمی مسابقه ترسره کړي. په چين کې به د فوټبال ګڼ شمېر مينه وال له نژدې څخه د بريتانيا د فوټبال لوبې وګوري.

د بريټانيا د فوټبال لوبو د اسيايی کپ مسابقه د دغه شرکت له خوا په ٢٠٠٣ کال کې په رسمي توګه پيل شوې چې هر دوه کاله وروسته په اسيا کې ترسره کيږی. هر ځل به د بريټانيا دری لوبډلې او د اسيا يوه لوبډله په کې ګډون کوي. دغه ډول مسابقې په کوالالمپور، بنکاک او دچين په هانګ کانګ کې ترسره شوې وې.

د دغې مسابقې د ترسره کيدو په موده کې به د بريټانيا د فوټبال شرکت د بېجينګ د سپورټي چارو له ادارې او د فوټبال لوبډلو له ټولنې سره همکاری وکړي چې په اوسيدونکو سيمو کې د فوټبال د پرمختګ پلان، د بنسټيزو روزونکو او رفريو روزنه ترسره شي. د بريټانيا د دغه شرکت د پلورنې او بازار څارونکی ښاغلی مای ژوی وويل چې دا يوازی د فوټبال په اړه د بريټانيا شرکت او د چين د لوبډلو ترمنځ د همکارۍ پيل دی او دواړه خواوې به په راتلونکی اوږدمهالي همکارۍ ترسره کړي. هغه وويل:

(درېيم اواز)

د بريټانيا د فوټبال لوبو د اسيايی کپ مسابقه يوه سوداګريزه مسابقه نه ده ځکه چې دغه شرکت به تری پيسې وانه خلي. په حقيقت کې دا د بريټانيا د فوټبال شرکت او د چين لوبډلو ترمنځ د همکارۍ يو فرصت دی چې په راتلونکې کې به د همکارۍ لازيات فرصتونه وکتل شي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای