CRI Online

د محصيلينو په نړيوالو سپورټي لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو داوطلبان

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:40

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د جولای له لومړۍ نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې د اروپا په بلګراد ښار کې د محصيلينو نړيوالې سپورټي لوبې تر سره شوې چې نژدې نهه زره تنه داوطلبانو په کې د لوبغاړيو او خبريالانو لپاره خدمتونه کړي دي. له دوی څخه دوه تنه داوطلبانو د سي ار ای خبريالانو ته ژوره خاطره بښلې ده چې يو يې چيني هلک پنګ يو چاو او بله يې سيربيايي نجلۍ تانيا کوکريک ده او يو له بل سره يې په سيربيايي او چيني ژبو غږېدلی شي. د محصيلينو په دغو سپورټي لوبو کې د يادو شويو دواړو داوطلبانو له خدمتونو څخه څرګندېږي چې سپورټ د بېلا بېلو هېوادونو او وګړيو ترمنځ واټن نژدی کولای شي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

څليرويشت کلن چينی زلمی پنګ يو چاو د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د سيربيايي ژبې څانګې د ماسترۍ درجې يو عام محصيل دی چې اوس يو لېږدول شوي محصيل په توګه د کروانتيا په زاګرب پوهنتون کې زده کوي. په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې پنګ يو چاو د کروانتيا د يو ټلويزيون لپاره د ژباړن په توګه کار کړی و. هغه وغوښتل چې په بلګراد ښار کې د محصيلينو په نړيوالو سپورتي لوبو کې يو داوطلب وګرځي، نو له خپلې رخصتۍ څخه يې لاس واخيست او بلګراد ته يې تللی دی. هغه خبريال ته وويل

( لومړی اواز)

ما د انترنيټ له لارې د داوطلۍ دندې د په غاړه اخيستلو لپاره غوښتن ليک وړاندې کړ او وروسته له يوې مخامخ ازموينې څخه بريالی وتلی او بلګراد ته راغلی يم.

دا چې د محصيلينو د دغو سپورتي لوبو په ترڅ کې د چيني خبريالانو شمېر ډېر دی، نو ځکه پنګ يو چاو په عمده مطبوعاتي مرکز کې نژدې تر ټولو بوخت داوطلب وګرځېد. هغه د خبريالانو لپاره له لوبغاړيو او چارواکو سره تماس نيولو، د موټرو د تګ راتګ معلومات يې برابرول او د اړوندو معلوماتو ترجمه يې کوله. خو د ده په زړه کې تر ټولو زړه وړونکې پېښه دا ده چې بلګراد ته د ده د رسېدو په هغه ورځ څه دپاسه شل تنه داوطلبان د ده د هرکلي لپاره د رېل تم ځای ته تللي دي. د ده په وينا، دوستي د محصيلينو د دغو سپورټي لوبو په ترڅ کې د ده تر ټولو لاسته راوړنه ده.

( دوهم اواز)

زموږ د داوطلبانو ترمنځ همکاري په ډېره دوستانه فضا کې تر سره شوې ده چې له کومې ستونزې سره مو نه يو مخامخ شوی. نور داوطلبان زما د راتګ ډېر تود هرکلی کوي.

سيربيايي نجلۍ تانيا کوکريک چې په چيني ژبې ډېر ښه پوهېږي، په بلګراد پوهنتون کې د چيني ادبياتو يوه محصيله ده. څلور کاله کېږي چې هغې په چيني ژبې زده کړه کړې، خو هېڅکله يې له چينايانو سره خبرې نه دي کړې. نو د محصيلينو دغو سپورتي لوبو نجلۍ تانيا کوکريک ته د چيني ژبې د تمرين زيات فرصتونه برابر کړي دي.

( درېيم اواز)

زما په اند چيني ژبه يوه ډېره علاقه لرونکې ژبه ده، خو ډېره ګرانه هم ده په تېره بيا چيني ليک دود. د چيني ژبې تلفض ډېر ښکلی،خو زما لپاره له چينايانو سره د خبرو اترو فرصتونه کم دي، نو ځکه زه اوس د محصيلينو د نړيوالو سپورتي لوبو په ترڅ کې زيات تمرينونه کوم.

د جولای د شپږمې نېټې په شپه د سي ار ای خبريال د جنماستيک د جمنازيم پر مخ يو ځل بيا له نجلۍ تانيا کوکريک سره مخامخ شو. هغې په خوشحالۍ سره وويل

( څلورم اواز)

نن ورځ ما زموږ د هېواد له خبريالانو سره له مشهور چيني لوبغاړې جيانګ يو يوان سره مرکه وکړه چې د دې په ټولو خبرو پوهېدلای شم، نو زه ډېر خوشحاله يم.

زموږ ترمنځ د مرکې په ترڅ کې نجلۍ تانيا هم د سي ار ای خبريال ته د چين يوه ولسي سندره وويله:

( شپږم اواز)

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې پروګرام مو خوش شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای