CRI Online

د چين سپورتي لوبغاړي د مسلسل درېيم ځل لپاره د ملي سپورتي لوبو اتل شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 16:02:06

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين مشهور سپورتي لوبغاړی ليو شيانګ چې د منډۍ وهلو سرعت ډېر ګران دی، د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه په ديارلس اعشاريه څلور دېرش ثانيې د چين د يوولسمې دورې په ملي سپورتي لوبو کې له موانعو څخه د يو سلو لس مترو ځغاستې په نارينه مسابقه کې لومړی ځای ونيو. دا د ده لپاره مسلس درېيم ځل دی چې د چين د ملي سپورتي لوبو په دغه مسابقه کې يې لومړی ځای نيولی دی. د سپوټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدنکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

د پيل له ډزې وروسته لوبغاړي ليو شيانګ په چټکۍ سره منډۍ ووهيله او له لومړۍ موانعې څخه له تېرېدو وروسته يې له نورو نه مخکښ ځای ونيو. که څه هم د سيالۍ په منځنۍ او وروستنۍ برخو کې لوبغاړي ليو شيانګ خپله پوره وسه نه ده ايستلې، خو په پای کې يې لا هم په ديارلس اعشاريه څلور دېرشو ثانيو سره اتل ګرځېدلی دی. دا نه يوازې د ده له ټپي کېدو وروسته لومړی اتل دی، بلکې هم مسلسل درېيم ځل دی چې د چين د ملي سپورتي لوبو په دغه مسابقه کې يې لومړی ځای نيولی دی. له دغې سيالۍ وروسته سپورتي لوبغاړي ليو شيانګ وويل

( دوهم اواز)

زما لومړی د غره له څوکې نه درې ته ولوېده او بيا له درې څخه ورو ورو غره اوچټ کاوه چې دا زما لپاره ډېره ستونزه ده. دا ډېره نيکمرغه خبره ده چې زه يو ځل بيا دومره ښه نتيجه او پايله تر لاسه کوم.

د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې د سپورتي لوبغاړي ليو شيانګ مسلکي چارې په ډېره ارامه توګه روان شوې وې. هغه د اتلس کلن په وخت کې ملي اتل شوی، د نولس کلن پر وخت يې اسيايي ريکاډ مات کړی، د يوويشت کلن پر وخت يې د اتن په اولمپيک لوبو کې لومړی نړيوال اتل ګرځېدلی او د درويشت کلن پر وخت يې يو نوی نړيوال ريکاډ جوړ کړی دی. په ٢٠٠٧ کال کې د جاپان په اوساکا کې د اتلاتيک په نړيواله اتلوالۍ کې د يو اتل له ګټلو وروسته د ده مسلکي چارې د غره څوکۍ ته رسېدلې دي. تر هغه وخت پورې هغه نړيوال ريکارډ جوړ کړی، د اولمپيک لوبو اتل يې تر لاسه کړی او د اتلاتيک په نړيواله اتلوالي کې هم لومړی ځای نيولی دی. نو ځکه چينايانو وغوښتل چې هغه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې هم لومړی ځال ونيسي. خو هغه د ښې پوندې د سخت ټپي او درد له امله د سيالۍ له ګډون څخه ډډه کړې وه. په هغه ورځ د ده روزونکي ښاغلي سون های پينګ په دې اړه ډېر خپه شو او په ژاړه سره خبريالانو ته وويل

( درېيم اواز)

هغه تل کوښښ کوي. موږ له سيالۍ مخکې د ده پر ښې پوندې رنګا رنګ درملنې کړې وې، خو هېڅ رول يې نه دی لوبولی. موږ تر اوسه پورې نورې لارې چارې نه لرو.

د ٢٠٠٨ کال د دسمبر په پيل کې د ټپي د درملنې لپاره سپورتي ليو شيانګ د امريکا په يو روغتون کې طبي عمليات منلي او وروسته له دې يې تل د شانګهای ښار په يوه اډه کې استراحت او بستر پاتی شوی دی. د روان کال د سپتمبر په شلمه نېټه په شانګهای ښار کې د اتلاتيک په نړيواله اتلوالۍ کې هغه بيا د سيالۍ ډګر ته بېرته راغلی او په ديارلس اعشاريه پنځلس ثانيو سره دوهم ځای نيولی دی.

د چين ملي سپورتي لوبې د ليو شيانګ لپاره ډېرې نيکمرغه سپورتي لوبې ګڼل کېږي، ځکه چې هغه په دغو سپورتي لوبو کې دوه ځلې اتلان شوي وو. د اکتوبر د پنځه ويشتمې نېټې په شپه هغه د لومړي ځل لپاره نورو ته په ماتې ورکولو سره اتل شوی دی. د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې د اتلاتيک مرکز مرستيال ښاغلي فنګ شو يونګ په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

دا د ليو شيانګ لپاره ډېر ستونزمن کار دی چې په مسلسلو دريو دورو کې د ملي سپورتي لوبو اتلان شو دي. د سخت ټپي له يو کال وروسته هغه د ښې پايلې د بيا تر لاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

په خپل مسلکي تاريخ کې ليو شيانګ ډېرې ځلې اتلان شوي دي، خو دغه ځل د اتل لاسته راوړنه د ده لپاره ډېر ځانکړی ګڼل کېږي. هغه څرګنده کړه چې دغه طلايي مډال ډېر زيات اهميت لري.

( پنځم اواز)

که څه هم دا زما له بيا روغې جوړې وروسته لومړۍ ګډون کوونکې سيالي نه ده، خو دا په هېواد کې تر ټولو مهمې سپورتي لوبې دي او ما په دې کې لومړی ځای ګټلی دی. نو دا زما د مسلکي چارو د بيا پيل يوه نښه ده. اوس زه پر ځان ډېر باور لرم.

ګرانو اورېدنکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای