|
||
د چين لوېديځې سيمې ډېرې خاورې، لوی نفوس او زياتې سرچينې لري. خو د تاريخي لاملونو له امله د دغو سيمو د پرمختګ کچه وروسته پاتې وه. د چين حکومت د هېواد د بېلا بېلو سيمو د پرمختګ کچو د برابرولو لپاره د لس کاله دمخه پريکړه وکړه چې د چين په لوېديځ کې د لوی پرمختګ ستراتيژيکې تګلاره پلی شي چې د پلانونو جوړولو، امتيازو تګلارو د پلی کولو او پکې د زياتو پانګو د اچولو له لارې د لوېديځو سيمو له پرمختګ سره ډېرې مرستې وکړي. په دې وروستيو لسو کلونو کې د دغو سيمو پرمختګ ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين صدراعظم ون جيا باو څو ورځو مخکې د چين د لوېديځ په لسم نندراتون کې وويل، د چين حکومت به له لوېديځو سيمو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته له دغو سيمو سره د مرستې لپاره د چين د يو لړ تګلارو په اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې له موږ سره د پروګرام تر پايه واوسئ.
د چين په لوېديځو سيمو کې د لوی پرمختګ د ستراتيژيکې تګلارې له پلی کولو راهيسې د چين د حکومت له خوا د پانګونو عمومي ارزښت ٣٥٠٠ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی. په دې وروستيو لسو کلونو کې په دغو سيمو کې د نويو سړکونو اوږدوالی نژدی نهو لکو کيلومترو ته رسېدلی دی. بر سېره پردې د چينګهای او تبت ترمنځ د اوسپنيزو لارو د جوړولو، ختيځ ته د لوېديځ ګازو او بريښنا د لېږدولو په شمول بېلا بېلې مهمې پروژې په پرله پسې توګه تر سره شوې دي. په عين وخت کې دغو سيمو د ښوونې، طبي چارو، کلتور، د دندو ګمارلو او ټولنيز ضمانت په بېلا بېلو ساحو کې ډېر پرمختګ کړی دی. په کليوالو سيمو کې د بې وزلو وګړيو شمېر نهه مليون، پنځه لکه او څلوېښت زره تنه کم شوي دي. د وګړيو د توليد او ژوند شرايط تر زياتې اندازې پورې ښه شوي دي.
له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې د چين د لوېديځو سيمو د توليداتو عمومی ارزښت له ١٦٦٠ مليارډو يوانو څخه ٥٨٢٠ مليارډو يوانو ته زيات شوی دی چې هر کال په سلو کې يوولس اعشاريه اووه زيات شوی دی او د زياتوالي سرعت د هېواد د منځني کچې په پرتله چټک دی. د چين صدراعظم ون جيا باو څو ورځو مخکې د چين د لوېديځ په لسم نړيوال نندارتون کې وويل،
د چين لوېديځو سيمو په دې وروستيو لسو کلونو کې د اقتصادي او ټولنيزې ابادۍ، کلتور او چاپيريال ساتنې په شمول په بېلا بېلو ساحو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي
.
د چين د لوېديځ نړيوال نندارتون يوه نړيواله اقتصادي او سوداګريزه لويه غونډه ده چې د چين د لوېديځو سيمو د لوی پرمختګ لپاره په ٢٠٠٠ کال کې جوړ شو او هر کال يوه دوره تر سره کېږي. د لسو کلونو له پرمختګ وروسته دغه نندارتون د بهرنيو پانګو د راجلبولو لپاره د چين د لوېديځو سيمو پر يو مهم ډګر بدل شوی دی. د اته اتيا هېوادونو او سيمو څه دپاسه پنځوسو زرو استازيو او سوداګرو د روان کال د اکتوبر له شپاړلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې د سه چوان ولايت په چېنګ دو ښار کې د چين د لوېديځ په لسم نړيوال نندارتون کې ګډون درلودلی و.
ښاغلي کراهم مولهرن چې له ايرلند څخه راغلی، وويل چې د چين لوېديځ ته د ده د سفر موخه د يو شرکت پلورل دي. که شونتيا شته، هغه هيله لري چې د چين توليدات ايرلند ته ورسوي. ده وويل
زه له ايرلند څخه راغلی يم. زه غواړم چې چين ته د سفر په ترڅ کې يو شرکت وپلورم او هيله لرم چې د چين معقول توليدات بريتانيا او ايرلند ته واوړم. تر اوسه پورې مو له يو شرکت سره د همکارۍ نيت درلودلی دی.
د دغو سيمو د راتلونکی پرمختګ په هکله د چين صدراعظم ون جيا باو وويل، د چين حکومت به په پرله پسې توګه د ماليې، پولي چارو او خاورو په اړه تګلارې پلی کړي چې د دغو سيمو راتلونکی پرمختګ ته ښه بازاري شرايط برابر کړي.
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |