CRI Online

د چين د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې په جي نان ښار کې پای ته ورسېدې.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-04 15:31:04

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين د ملي ولسي جمهوريت د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې د اکتوبر د اته ويشتمې نېټې په شپه د چين په ختيځ د شان دونګ ولايت په جي نان ښار کې پای ته ورسېدې. د هېواد صدر اعظم ون جيا باو د پای په مراسمو کې حاضر و او د دغو سپورتي لوبو د پای اعلان يې وکړ. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د اکتوبر د اته ويشتمې نېټې د شپې په اتو بجو د جي نان ښار د اولمپيک سپورتي مرکز په سټېديم کې د يوولسمې دورې د ملي سپورتي لوبو د پای مراسم تر سره شول. د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د هېواد صدر اعظم ون جيا باو د يوولسمې دورې د ملي سپورتي لوبو د پای اعلان وکړ.

( لومړی اواز)

زه اعلان کوم چې د چين د ملي ولسي جمهوريت د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې پای ته رسېږي.

د يوولسمې دورې د ملي سپورتي لوبو دځانګړي سرود په غږولو سره بيرغونه ورو ورو کښته شول او د دغو سپورتي لوبو سپيڅلی اور چې د دوولسو ورځو لپاره يې روښانه او لګولی وې، هم ورو ورو مړ شو.

د چين د سپورتي چارو د عمومي ادارې مرستيال ښاغلي شياو تيان د پای مراسمو په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې له دغو سپورتي لوبو څخه د چين د سپورتي چارو عمومي سويه په رښتينۍ سره څرګنده شوې ده.

( دوهم اواز)

د يو شمېر لويديځو ولايتونو پلاويو د دغو سپورتي لوبو په ترڅ کې ستره لاسته راوړنه کړې ده. له دې څخه څرګندېږي چې اوس د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په تېره بيا د ختيځ او لويديځ ترمنځ د سپورتي چارو همغږۍ او ثابت پرمختګ کوي او د هېواد سپورتي سويه په عمومي توګه پياوړې شوې ده.

د دغې دورې د ملي سپورتي لوبو د ځينو سياليو په ترڅ کې نړيواله سويه څرګنده شوې او زيات نندارچيان يې راجلب کړي دي. د يوې شمېرنې له مخې، د دغو سپورتي لوبو په ترڅ کې پنځه نوي نړيوال ريکارډونه او شپاړلس اسيايي ريکارډونه جوړ شوي دي.

د پتنګ لامبو د دوه سوو مترۍ په ښځينه پايلوبه کې د شانګهای لوبغاړې ليو ځه ګه په دوه دقيقې او يو اعشاريه يو اتيا ثانيو سره اتلوالي تر لاسه کړې چې دغه پايله د نړيوال ريکارډ په پرتله يو اعشاريه شپېته ثانيې چټکه ده. لوبغاړې ليو ځه ګه له سيالۍ وروسته وويل

( درېيم اواز)

زه تل غواړم خپل ريکارډ وساتم، غواړم چې سرعت مې ګړندی کړم، نو نوی نړيوال ريکارډ به جوړ کړم. ويل کېږي چې ما په وروستۍ موده کې په جدي او سيسټميزه توګه تمرينونه کړي دي.

شان دونګ ولايت چې د لومړي ځل لپاره ملي سپورتي لوبې کوربتوب کوي، د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په سخت حالت کې د سپورتي سياليو د تر سره کېدو لپاره د لومړۍ کچې خدمتونه برابر کړي چې زياتې ستاينې يې تر لاسه کړې دي. د هانکانګ ځانګړي اداري سيمې پلاوي د بايسيکلونو ډلې روزونکي ښاغلي دېريس روبو چې له هالند څخه راغلی، وويل

( څلورم اواز)

زه د دغه ځای په اړه په زړه پورې خاطره لرم، سټېديمونه يې ډېر ښکلي او ټول خدمتونه يې هم ډېر د ستاينې وړ دي.

د پای مراسمو په وروستۍ کړۍ کې د شان دونګ ولايت والي جيانګ دا مينګ د دغو سپورتي لوبو بيرغ د چين د سپورتي چارو د عمومي ادارې مشر ليو پنګ ته ورکړ او ښاغلي ليو پنګ بيا دغه بيرغ د لياو نينګ ولايت والي چنګ جنګ ګاو ته وسپارلو چې د دوولسمې دورې ملي سپورتي لوبو کوربتوب به وکړي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای