CRI Online

چين د لومړي ځل لپاره د ګلف د نړيوالې اتلوالۍ کوربتوب کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-11 17:44:14

د HSBC په نامه د ګلف نړيواله اتلوالي د نومبر په پنځمه نېټه د چين په ختيځ شانګهای ښار کې پرانيستل شوه. دا لومړی ځل دی چې د ګلف نړيواله اتلوالي په چين حتې اسيا کې تر سره کېږي او د جايزې اندازه به يې اوو مليونو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. له دې څخه څرګندېږي چې چين د نړيوال پولي بحران په سخت حالت کې د دغې نړيوالې اتلوالۍ د کوربتوب لپاره زياتې پانګې راجلبولای شي او د ګلف لوبه اوس په چين کې ورځ تر بلې مروج کېږي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د HSBC نړيواله اتلوالي د روان کال په اپريل کې په رسمي توګه د ګلف د نړيوالې اتلوالۍ د يوې مسلسلې لوبې په توګه ګڼل کېږي. نو ځکه دغه نړيواله اتلوالي د ګلف لوبې تر ټولو لوړ پوړې سيالي ده چې په چين کې جوړ شوي دي. په دغه نړيواله اتلوالي کې به د لوبغاړيو تېګر ودځ او فيل ميکلسون په ګډون د نړۍ اووه مشهور او نامتو لوبغاړي به سره سيالي وکړي. لوبغاړي فيل مېکلسون چې په نړۍ کې دوهم ځای نيسي، له خبريالانو سره د مرکې پر وخت وويل

( لومړی اواز)

زه باور لرم: دا يو زيری دی چې د HSBC لوبه اوس نړيواله اتلوالي شوې ده. دغه راز زيات لوړ پوړي لوبغاړي به په چين کې سره سيالي وکړي چې د ګلف لوبه په کې ډېر چټک پرمختګ کوي. اوس ګلف لوبه د اولمپيک لوبو يو رسمي پروګرام دی او د چين اړونده څانګه د اولمپيک لوبو او ګلف لوبې ته زياته پاملرنه ورکوي، نو زه پر دې باور لرم چې د HSBC د نړيوالې اتلوالۍ د تر سره کېدو له لارې به په چين حتې ټوله اسيا کې د ګلف لوبې پرمختګ چټک شي.

٢٠٠٩ کال د ګلف لوبې لپاره يو ډېر زيات اهميت لرونکی کال دی. د روان کال د اکتوبر په نهمه نېټه د اولمپيک نړيوال کميسيون د ډامبارک په پلازمېنه کوبنهګن کې پرېکړه کړې چې د ګلف لوبه له ٢٠١٦ کال څخه د اولمپيک د دوبنيو لوبو يو رسمي پروګرام وګرځي. د HSBC نړيواله اتلوالي تر دې وروسته لومړی لوړ پوړې نړيواله سيالي ده، نو ځکه زياته پاملرنه يې راجلب کړې ده. د چين د سپورټي چارو عمومي ادارې مرستيال څوی دا لين خبريالانو ته وويل

( دوهم اواز)

د ګلف لوبه اوس د ٢٠١٦ کال او ٢٠٢٠ کال د اولمپيک د دوبنيو لوبو د سيالۍ رسمي پروګرام شوې ده، نو د HSBC نړيواله اتلوالي په ټوله نړۍ په ځانګړي توګه په چين کې د ګلف لوبې د پرمختګ لپاره زيات اهميت لري.

په ١٩٩٥ کال کې د ګلف يو څلويښتم نړيوال جام د چين په جنوب ختيځ شن جن ښار کې تر سره شو. په هغه وخت کې په چين کې د ګل لوبه کوونکو شمېر يوازې يو لک تنو ته رسېدلی دی. په ٢٠٠١ کال کې لوبغاړي ودځ د لومړي ځل لپاره په چين کې سيالي وکړه چې په هغه وخت کې په هېواد کې د ګلف لوبه کوونکو شمېر پنځه لکو تنو ته زيات شوی، په ٢٠٠٣ کال کې دغه شمېر له يو مليون تنو څخه اوښتی او تر ٢٠٠٩ کال پورې دريو مليونو تنو ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، په ١٩٨٤ کال کې په چين کې د ګلف لوبې لومړی ډګر جوړ شوی دی. په تېرو پنځه ويشتو کلونو کې د چين د ګلف لوبې چټک پرمختګ کړی دی. په شانګهای ښار کې د ګلف د يو نړيوال کلب مشر ښاغلي جانګ يو څای وويل

( درېيم اواز)

اوس په چين کې د ګلف لوبه ور ځ ورځ زيات مينه وال راجلبوي. زه فکر کوم دا ډېر مهم دی چې زيات وګړي بايد په دغه لوبه کې ګډون وکړي.

په ٢٠١٠ کال کې به د شانګهای نړيوال نندارتون په همدې مهال دغه نړيواله اتلوالي به هم په شانګهای ښار کې تر سره شي. د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای