CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

چين او امريکا به خپلمنځی دوستانه اړيکې ټينګې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-17 19:04:05

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا مشرانو د نومبر په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې خبرې اترې وکړې او په ګډه يي له خبريالانو سره مرکې وکړې. دواړو خواوو له خبرو اترو وروسته د چين او امريکا د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر متقابل ستراتيژيک باور ټينګار وکړ. دواړه خواوی به په يوويشتمې پيړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتې، همکارۍ او بشپړو اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي او د ګډو ننګونو د ليری کولو لپاره به موثر تدبيرونه ونيسي.

د نومبر په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ خبرو اترو د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. رئيس هو جين تاو له دغو خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې د دغو خبرو اترو څخه د تر لاسه شويو پايلو لوړه ستاينه وکړه. ده وويل، 

زموږ ترمنځ ښې خبرې اترې تر سره شوې. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړېکو د پرمختګ او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او ګډې نظريې تر لاسه شوې دی. دا صادقانه، مثبتې او بريالی خبرې اترې دي.

رئيس هو جين تاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکيو د يادونې په ترڅ کې وويل، چې دواړه هېوادونه د نويو نړيوالو حالاتو په وړاندې د بشري سولې او پرمختګ په برخو کې پراخې ګډې ګټې او ښه راتلونکی لري. ده وويل

زموږ دواړو د امريکا د نوي حکومت د ماموريت په موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکيو د پرمختګ لوړه ستاينه وکړه. موږ به له ستراتيژيک او دايمي لحاظه د خپلمنځي تګ راتګ، همکارۍ او په يوويشتمې پيړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکيو د ټينګېدو لپاره موثر تدبيرونه ونيسو، ترڅو له ننګونو سره د مقابلې لپاره دوستانه اړېکې ټينګې شي او د نړۍ سوله، ثبات او سمسورتيا پياوړی شي.

د ولسمشر بارک اوباما په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. ده وويل

په يوويشتمې پيړۍ کې د اقليمي بدلون، د ذروی وسلو د خپرېدو او د اقتصاد د بياسمسورتيا په ګډون ننګونه زموږ د دواړو هېوادونو له ګټو سره نژدي اړيکې لري.خو هيڅ يو هېواد پخپله دغه ننګونه ليری نه شي کولای. نو زه او رئيس هو په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او بشپړو اړيکيو د ټينګېدو لپاره هڅه وکړو.

بر سېره پردې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، هوانوردۍ، روغتيا او کلتور په برخو کې خپلمنځی تګ راتګ او سلامشوره پياوړی کړي او په ګډه به له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې ، د ذروی وسلو د نه خپرېدو سيستم د ساتلو او د کوريا د تاپووزمې د ذروی مسئلې د حلولو په هکله د شپږو خواوو د خبرو اترو د پياوړتيا لپاره ګډ تدبيرونه غوره کړي. دغه راز دواړو مشرانو د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه ښې او مثبتې خبرې اترې وکړې چې دوی به له نورو هېوادونو سره يو ځای د کپنهاګن غونډې د برياليتوب لپاره کوښښ وکړي. د دې ترڅنګ دواړه هېوادونه به د همکارۍ او متقابلو ګټو پر اصولو د خپلمنځي سوداګرۍ او پانګونې لانجې ليری کړي.

په عين وخت کې په دغه خبري ناسته کې ولسمشر بارک اوباما د يو چين پر پيژندنې ټينګار وکړ. ده وويل

امريکا تل د چين او حاکميت او د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي. موږ يو ځل بيا د يو چين پر پيژندنې ټينګار کوو.

دواړو مشرانو هم څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د بېلا بېلو حالاتو له امله، چين او امريکا په هره برخه کې ګډې نظريي نه شي تر لاسه کولای. نو رئيس هو وويل، چې دواړه هېوادونه بايد د متقابلو ګټو او پاملرنې پر بنسټ يو دبل احترام وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای