CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

د م م سرمنشی د ولسمشر په توګه د حامد کرزي د ماموريت د دويم پړاو د پيل کيدو خوښې څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 09:29:08

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د م م سرمنشی بان کي مون د نوامبر په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د ده د ماموريت د دوهم پړاو د پيل کيدو په اړه مبارکۍ څرګنده کړه او ويلی ئی دی.

کرزي په همدې ورځ د لوړې په مراسمو کې په خپله وينا کې ژمنه وکړه چې دی به ټولو افغانيانو ته خدمت وکړي، له فاساد سره مبارزه به وکړي، د ادارې چاری به ښه کړي او امنيتی خونديتوب او خدمتونه به پياوړي کړي. هغه د کرزي د دغې ژمنې خوښې څرګندوي. بان کي مون دا خبره تائيد کړې چې م م به په مداومه توګه د سولې، ثبات او پرمختيا په لور کې د افغانستان د پرمختيا ملاتړ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای