CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

يونسيف : په نړۍ کې ترټولو بدمرغه ماشوم به په افغانستان کې زېږيږي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 15:08:21

تاند(جمعه/نومبر۲۰) ملګروملتو د پنجشنبې په ورځ وويل پر افغانستان د امريکا له حملې او د طالبانو د رژيم له پرزېدو اته کاله وروسته لا هم دا جنګ ځپلې هيواد د يوه ماشوم لپاره ،چې په دې هيواد کې زېږېږي ، په نړۍ کې ترټولو خطرناک ځای دی .

د ملګروملتود ماشومانو د ملاتړ ادارې يونسيف په نړۍ کې د بېلابېلوهيوادونو د ماشومانو د ژوند او شرايطو په باب د خپل کالني راپور د خپرولو په وخت وويل افغانستان په ځانګړي ډول د ماشومو نجونو لپاره په نړۍ کې ترټولو ناوړه شرايط لري .

په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د ماشومانو مړينې په درسته دنيا کې ساری نه لري .د دې هيواد په هرو زرو زېږېدونکو ماشومانو کې ۲۵۷ مړه کېږي او د ټول نفوس په سلو کې اويا له پاکو او صحي اوبو بې برخې دي .

راپورونه وايي په هغو سيمو کې چې وسله وال طالبانو زيات نفوذ لري د ماشومانو او په اولاد د ميندو مړينې خورا زياتې دي ځکه چې هلته د واکسيناسيون په شمول هرراز روغتيايي خدمات له نشت سره برابر دي .

د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو په شان ناروغۍ چې په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ، د افغانستان په ناکرارو سيمو کې لا هم شته .

د جنوبي اسيا لپاره د يونسيف سيمه ييز مشردانيل تولي د سويس په جينوا کې خبريالانو ته وويل : افغانستان نن سبا بې له شکه په نړۍ کې د ماشوم د ژوند لپاره ترټولو خطرناک هيواد دی.

هغه همداراز وويل چې د افغانستان په سلو کې ۴۳ برخې د نا امنۍ له کبله د مرستندويو موسسو له مرستو بې برخې دي .

تولي وويل وسله والوطالبانوپه تېريوه کال کې پر شاوخوا ۳۱۷ ښوونځيو حملې کړي چې په ترڅ کې يې ۱۲۴ تنه وژلي او۲۹۰ نوريې ټپيان کړي دي .

د يونسيف دغه سيمه ييز مشر همداراز وويل چې د افغانستان په جنوب او ختيځ کې ښوونځيو ته د تلونکو زده کوونکو شمېر سږکال لا کم شوی خو په نورو سيمو کې ښوونځيو ته د تلوونکو شمېرخورا ډېر شوی او اوس د دوو مليونو نجونو په شمول پنځه مليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي حال دا چې په ۲۰۰۱ کال ټولټال يومليون ماشومان ښوونځو ته تللی شوای .

د يونسيف سيمه ييز رييس وويل چې د ماشومانو د تعليم په برخه کې په افغانستان او پاکستان کې پرمختګ شوی خوله بده مرغه د دواړو هيوادونو په پښتنې سيموکې حرکت معکوس يا مخ پر شا دی .

د هغه په وينا په دې سيمو کې د زده کړې په برخه کې ترټولو لوی ګوزار د نجونو تعليم ته اوښتی دی .

(دغه خبر د تاند د پښتو ژبې له ويب پاڼې څخه راغلی دی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای