|
||
د سين هوا اژانس د خبر له مخې د نومبر د ٢٠ مې نېټې په سهار په افغانستان کې د دوو چاودنو له امله لږ تر لږه ١٦ تنه مړه او پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
د فراه ولايت والي روح الامين وويل، د دغه ولايت په مرکز فراه کې يو ځانمرګي بريدکوونکي د يو موټرسايکل په وسيله د والي هستوګنځي ته په نژدې يو بازار کې چاودنه وکړه چې له امله يې ١٣تنه مړه چې له يو پوليس پرته نور عام وګړي دي، او ٤٧ تنه نور ټپيان شوي دي .
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نومبر په ١٩ نېټه په کابل کې د سوګند مراسم ترسره کړل او په خپله وينا کې يې غوښتنه وکړه چې په ګرد هېواد کې د روغې جوړې بهير پرمخ لاړ شي، او پر دې يې ټينګار وکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونه پياوړي شي. د ده د لوړې د مراسمو د ترسره کولو په همدې ورځ په دغه هېواد کې څو چاودنې وشوې چې له امله يې يو بهرنی سرتيری او لس تنه نور عام وګړي مړه او شلګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
ژباړونکې: غاټول
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |