|
||

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي افريقا او د افريقايانو د ملي کانګرس مشر جاکوب زوما د نومبر په ١٨مه نېټه په پلازمينه پريتوريا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د مرکزي کميټې د سياست او قوانينو له منشي جو يونګ کانګ سره وکتل.
جوما په کتنې کې وويل، چې په وروستيو کلونو کې د جنوبي او افريقااو چين ترمنځ اړيکې په تېره بيا سياسي اړېکې په پر له پسې توګه ټينګې شوې دي. د نوي حالت په وړاندې دا لازمه ده چې دواړه خواوې بايد د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په حل کې د نظريو تبادله زياته کړي چې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاري او نړيواله سوله او ثبات پرمخ لاړ شي.
جو يونګ کانګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ١١ کلونو راهيسې دغه اړيکې په هر اړخيزه توګه چټک پرمختګ کړی دی ، په سياسي چارو کې متقابل باور په پر له پسې توګه ټينګ شوی او په بېلا بېلو ساحو کې يې ښې پايلې تر لاسه کړې دي.
ژباړونکې: غاټول
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |