CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

فرانسه به له ايران سره د ذروي سوند موادو په اړه خبرې اترې ونه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 19:13:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په نولسمه نېټه وويل، چې فرانسه به له ايران سره د ذروي سوند موادو د برابرولو په اړه تخنيکي خبرې اترې ونه کړي.

د دغه وزارت وياند برينارد واليرو په همدې ورځ وويل، د ايران حکومت څو ورځې مخکې څرګنده کړې وه چې دوی به نورو هېوادونو ته د خپل هېواد لخوا توليد شوي د ټيټې کچې خالص لرونکي يورانيم ونه لېږدوي. دغه پريکړه په ښکاره توګه د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د عمومي مدير البرادعي لخوا له وړاندې شوې لايحې څخه سرغړونه ګڼل کيږي. نو فرانسه به له ايران سره يادې شوي خبرې اترې ونه کړي.

نوموړي زياته کړه چې فرانسه به د ايران د ذوري مسئلې په اړه په شپږ اړخيزو خبرو کې له نورو پنځو خواوو سره سلامشوره وکړي چې د ايران د دغې پريکړې ارزونه وکړي.

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای