|
||
د سين هوا اژانس د خبر له مخې د نومبر په ٢٠ مه نېټه افغانستان ته نژدې د پاکستان د شمال لويديزې برخې د شمالي وزيريستان په قبايلي سيمه کې د امريکايي پوځ د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شول.
د دغه هېواد د امنيتي ادارې يو چارواکي په همدې ورځ وويل، دغې الوتکې د دغې سيمې پر يوه کلي دوه توغندي وتوغول چې د هوايي بريد موخه ښايي د وسله والو طالبانو د روزلو اډه وي خو تر اوسه پورې د مړه شويو کسانو د پېژندنې په اړه څه نه دي ويل شوي .
ژباړونکې: غاټول
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |