CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

ون جيا باو د چين او اروپا ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکيو په سيمينار کې له برخه والو اروپايي استازيو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 20:15:56

د چين د نړيوالې رايو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د نومبر په ٢٠ مه نېټه په بېجينګ کې د چين او اروپا ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکيو په سيمينار کې له ګډون کوونکيو اروپايي استازيو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، د چين حکومت غواړي چې له اروپا سره يو ځای د متقابل باور د زياتوالي او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښ وکړي چې د دواړو خواوو ترمنځ دغه اړيکې نوي پړاو ته ورسيږي.

ون جيا باو وويل، چې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه غونډه کې د اروپا شورا لومړي مشر او د ډيپلوماټيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي انتخاب شوي دي . چين د يو ستراتيژيک همکار په توګه د دی له امله اروپايي ټولنې ته مبارکي وويله .

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای