CRI Online

په ٢٠٠٩ کال کې د چين د لامبو وهلو مشهور لوبغاړی جانګ لين

cri     (GMT+08:00) 2009-12-15 17:51:40

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېجينګ په وخت د دسمبر په اوومه نېټه د ختيځې اسيا د پنځمې دورې سپورتي لوبو د لامبو وهلو سيالي د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د جيو لونګ پارک د لامبو وهلو په سټديوم کې تر سره شولې. د دوه سوه مترو په اوږدوالي د ازادې لامبو وهلو په نارينه پايلوبه کې د چين مشهور لوبغاړي جانګ لين دوو جاپاني لوبغاړيو ته ماتې ور نه کړای شوه او په يوې دقيقې او نهه څلويښت اعشاريه نهه پنځوسو ثانيو سره يې يوازې يو برونزي مډال تر لاسه کړی دی. د سپورټ او نړۍ په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

که څه هم د سيالۍ له پيل مخکې لوبغاړي جانګ لين د خپل ښه حالت د ساتلو لپاره ډېر کوښښونه کړي، خو په پايلوبه کې جاپاني لوبغاړيو اوکومورا يوشيهيرو او شو اوچيدا دواړه تل مخکښوالی ساتلي او په پای کې يې لوبغاړي جانګ لين ته ماتې ورکړې ده چې لوبغاړي اوکومورا يوشيهيرو په يوې دقيقې او شپږ څلوېښت اعشاريه اووه دېرش ثانيو سره اتلوالي تر لاسه کړه او بل جاپاني لوبغاړي شو اوچيدا دوهم ځای نيولی دی.

تر سيالۍ وروسته په يوه خبري ناسته کې لوبغاړي جانګ لين څرګنده کړه چې د دوه سوه مترو د ازادې لامبو وهلو نارينه پروګرام خپل اضافي پروګرام دی. که څه هم دغه پايله د زياتو کسانو د خوښۍ وړ نه ده، خو دا ډېر عادی حالت دی.

( لومړی اواز)

فکر کوم چې د ناکامۍ لاملونه ډېر دي. ځکه چې له ملي سپورتي لوبو وروسته زموږ سيستماتيکي تمرينونه نه دي عادي شوي، نو ځکه د سيالۍ توان ډېر ټيټ شوی دی. دغه راز نن مې دغه نتيجه تر لاسه کړه. سره له دې چې ډېره ښه نه ده، خو زما په اند ډېره عادي ده، دومره بده نه ده.

د جانګ لين په اند، د ختيځې اسيا سپورتي لوبې هم په روان ژمی کې د خپل تمرين يوه برخه ده. خو هغه په ډاګه کړی چې د ملي سپورتي لوبو له پای ته رسېدو وروسته هغه ډېر ستړی شوی او ډېر لږ سستماتيکي تمرينونه کوي، نو په اوسنۍ مرحله کې د سيالۍ سويه مې ډېره لوړه نه ده، خو هغه غواړي د اسيا د لامبو وهلو اتلوالۍ او د ختيځې اسيا د سپورتي لوبو د يو لړ سياليو له لارې د لامبو وهلو د نړيوالې ټولنې له خوا د لامبو جامې له نوې قاعدې سره مناسب شي چې د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به نافذې شي.

د يادې شوې پايلوبې په ترڅ کې دوو جاپاني لوبغاړيو د شارک پوستکي په څېر اوږدې جامې، خو لوبغاړي جانګ لين لا هم په اصلي لنډې جامې اغوستلې وې. نو د ځينو خبريالانو په وينا د سيالۍ دغه پايله ډېره مساوي نه وه. لوبغاړي جانګ لين څرګنده کړه چې دا تر ټولو مهم عوامل نه دي.

( دوهم اواز)

ځکه چې د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړې نېټې نه به لوبغاړي اوږدې جامې نشی اغوستلای. نو ما نن لنډې جامې اغوستې وې. دا به د راتلونکو سياليو لپاره ډېره ښه وي.

د دغې پايلوبې په پای ته رسېدو سره په ٢٠٠٩ کال کې د لوبغاړي جانګ لين ټولې سيالۍ هم پای ته رسېدلې دي. د روان کال په فبرورۍ کې د جاپان په ورخلاصه سيالۍ کې له ګډون وروسته لوبغاړي جانګ لين زياتې پاملرنې راجلب کړې وې او پر ده زياتې هيلې ايښودل شوې وې. د تېر جولای په پای کې هغه په روم کې د لامبو وهلو په نړيواله اتلوالي کې د يو نوي نړيوال ريکارډ په جوړولو سره د اته سوه مترو د ازادې لامبو وهلو په نارينه پروګرام کې يو طلايي ميډال تر لاسه کړی او د چيني نارينه لوبغاړيو په منځ کې يې مشرتابه مقام هم ټينګ کړی دی. ور پسې هغه په تېر اکتوبر کې د ملي سپورتي لوبو په ترڅ کې درې طلايي او يو نقره يي ميډالونه هم وګټل. د روان کال د خپلو لاسته راوړنو په اړه لوبغاړي جانګ لين وويل

( درېيم اواز)

په حقيقت کې زه د روان کال له ټولو سياليو څخه ډېر خوښوم. ځکه چې د بېجينګ له اولمپيک لوبو نه تر نن پورې ما زياتې لاسته راوړنې کړې دي. په روان کال کې ما ډېر ګټلي او هم ډېر ځپلي دي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وئ. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای