CRI Online

د ختيځې اسيا سپورټي لوبو هانکانګ ته زياتې ګټې رسولې دي.

cri     (GMT+08:00) 2010-01-05 15:58:43

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٢٠٠٩ کال د ختيځې اسيا سپورټي لوبې څو ورځې مخکې د چين په هانکانګ ځانګړې اداري سيمه کې پای ته رسېدلې دي. دغه سپورټي لوبې د روانې مياشتې له پنځمې نېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې نهه ورځې دوام درلود چې په کې د ختيځې اسيا د نهو هېوادونو يا سيمو دوه زره او درې سوه تنو لوبغاړيو ګډون کړی دی. په پايله کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت درې پلاويو د مډالونو په ګټوونکي بورډ کې مخکني درې مقامونه نيولي دي. د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې پلاوي د کوربه پلاوي په توګه په دغه بورډ کې څلورم مقام وګاټه. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته د ختيځې اسيا د دغې دورې سپورټي لوبو په اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ.

( لومړی اواز)

د ختيځې اسيا سپورټي لوبې چې له ١٩٩٣ کال څخه پيل شوې، عمومي سپورټي لوبې دي او په هر څلورو کلونو کې يوه دوره جوړېږي. په دغو سپورټي لوبو کې ګډون کوونکي هېوادونه يا سيمې د ختيځې اسيا سپورټي لوبو د عمومي ټولنې غړي، غير رسمي غړي او يا بلل شوي مېلمانه دي. د دغو سپورټي لوبو لومړۍ دوره د چين په شانګهای ښار کې او ور پسې د کوريا جمهوريت په بوسان، د جاپان په اوساکا او د چين په مکاو ځانګړې اداري سيمه کې تر سره شوې وې.

چين، جاپان او د کوريا جمهوريت په سپورټي ډګر کې د اسيا درې ځواکمن هېوادونه دي. د يادو شويو سپورټي لوبو په دغه دوره کې درې واړو هېوادونو يو شمېر غوره لوبغاړي لېږلي دي. د مشهورو لوبغاړيو ليو شيانګ او ګوه جينګ جينګ په مشرۍ د چين سپورټي پلاوي د دغو سپورټي لوبو په دوه ويشتو لويو او دوه سوه او پنځه دېرشو کوچنيو پروګرامونو کې سيالۍ کړې او يو سلو ديارلس طلايي، درې اويا نقره يي او شپږ څلوېښت برونزي مډالونه يې ګټلي دي چې د مډال په ګټونکي بورډ کې يې لومړی ځای ځايېدلی دی.

د دغو سپورټي لوبو په ترڅ کې د چين د الوتونکي سړي په نامه لوبغاړي ليو شيانګ ډېر مينه والان جلب کړي دي. د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه له موانعو سره په يو سلو لس مترۍ نارينه پايلوبه کې هغه په د ديارلس اعشاريه شپږ شپېتو ثانيو سره په ډېره اسانه توګه اتلوالي لاسته راوړلې ده. که څه هم له دغې سيالۍ مخکې زياتو کسانو وغوښتل چې د ليو شيانګ نتيجه له ديارلس ثانيو نه چټک وی. خو له واقعيتونو څخه څرګندېږي چې تازه بيا جوړ شوي ليو شيانګ نه غواړي په دومره چټکۍ سره خپله پوره وسه وباسي. له دغې پايلوبې وروسته لوبغاړي ليو شيانګ خبريالانو ته وويل

( دوهم اواز)

که څه هم نتيجه مې دومره ښه نه ده، خو لا هم ډېر خوښوم چې لومړی ځای نيسم. دا زما درېيم ځل دی چې د ختيځې اسيا په سپورټي لوبو کې ګډون کړی، نو ډېر خوشحاله يم چې د مسلسلو درېو ځلو لپاره مې طلايي مډال ګټلی دی. په تېر سپتمبر کې له بيا جوړتيا وروسته زما حالت نسبتأ اعاده شوی دی. زه اوس ډېر کوښښ کوم، ښايي پخوانۍ پايله بيا ګټلای شم. خو د اوسني نړيوال ريکارډ ماتول زما لپاره ډېر ستونزمن دي.

په حقيقت کې هانکانګ د ختيځې اسيا د دغې دورې سپورټي لوبو تر ټولو زياتې ګټې تر لاسه کوونکی دی. د دغو سپورټي لوبو په ترڅ کې د هانکانګ درې سوه او دوه نوي تنو لوبغاړيو او نژدې سل تنو اړوندو مامورينو په ټولو دوه ويشتو لويو پروګرامونو کې ګډون کړی دی چې دغه شمېر په تاريخ کې بې سارې ګڼل کېږي. د هانکانګ پلاوي د خپل کوربه مقام په کارولو سره شپږويشت طلايي، يودېرش نقره يي او درې پنځوس برونزي مډالونه وګټل چې د مډالونو په ګټونکي بورډ کې يې له چين، جاپان او کوريا جمهوريت وروسته څلورم ځای نيولی دی. د يادونې خبره دا ده چې د چين د هانکانګ فوټبال نارينه لوبډلې جاپاني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نارينه فوټبال يو طلايي مډال تر لاسه کړ.

ګرانو اورېدنکو، د سپورټ او نړۍ پرورګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای