CRI Online

شانګهای به د راتلونکی نړيوال نندارتون په موده کې د ښاري ترافيک د اسانتياوو د تامينولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2010-01-06 16:16:58

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای د نړيوال نندارتون د چارو د منځګړيتوب ادارې د جنورۍ په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې شانګهای به د دغه نندارتون په موده کې د ښاري ترافيک د اسانتياوو د تامينولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي. په هغه وخت کې به د مېټرو د هغو پنځو لارو کاري وخت د شپې دوولسو بجو ته وځنډېږي چې د نندارتون له ځای څخه تېرېږي. په عين وخت کې د عمومي بسونو کاري وخت به هم په مناسبه توګه اوږد شي.

د شانګهای نړيوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د می له لومړی نېټې نه د اکتوبر تر يو دېرشمې نېټې پورې تر سره شي. اوس د دغه نندارتون د ودانيو د ابادولو بهېر په عادی توګه روان دی.

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای