CRI Online

د شيا من ښار د ماراتون لوبه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سپورټي او کلتوري تګ راتګ او تبادلې يو مهم ډګر ګرځېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-01-14 20:43:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په دوهمه نېټه د شيا من ښار د ماراتون نړيواله لوبه پيل شوه چې په کې د چين د سترې برخې د پنځلسو ښارونو او د تايوان سيمې د لسو ښارونو زياتو لوبغاړيو سره سيالي کړې ده. د يادونې وړ خبره دا ده چې د ګډون کوونکو لوبغاړيو په منځ کې څه باندې زر تنه له تايوان سيمې څخه راغلي دي. دغه راز د شيا من د ماراتون نړيواله لوبه اوس د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سپورټي او کلتوري تګ راتګ او تبادلې يو مهم ډګر ګرځېدلی دی. د سپورټ نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

( دوهم اواز)

اوس د تايوان ولايت او د هېواد د سترې برخې ترمنځ مستقيم تګ راتګ پوره شوی دی، نو زموږ لپاره ډېره اسانه خبره ده چې دلته د ماراتون په دغه نړيواله لوبه کې ګډون کوو. پخوا ما او د سترې برخې ملګرو يوازې پر انترنيټ يا تليفون سره خبرې کولې، خو اوس مهال زه کله کله دلته ځم او له دوی سره مخامخ ګورم.

همدااوس مو د تايوان سيمې د يو سپورټ مينه والې اغلې ګاو يوان جون خبرې واورېدې. دا اوس د تای بي ښار په يو پولي شرکت کې دنده لري. هغې خبريال ته وويل: ځکه چې د دې په کورنۍ کې زيات مشران ټول د سپورټ مينه والان دي، نو هغه د اوږد واټن له ځغاستې سره هم زياته مينه پيدا کوي. دغه ځل هغه له ټولې کورنۍ سره له تای بۍ ښار نه د الوتکې په وسيله شيا من ښار ته رسېدلې او د ماراتون په ياده شوې نړيواله لوبه کې يې ګډون کړی دی.

د شيا من ښار ماراتون نړيواله لوبه چې لومړۍ دوره يې په ٢٠٠٣ کال کې تر سره شوې، له تېرو څو کلونو راهيسې نه يوازې د اتلاتيک په نړيواله ټولنه کې زيات شهرت موندلی، بلکې هم د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ يې د سپورټي او کلتوري تګ راتګ او تبادلې په پياوړتيا کې مهم رول لوبولی دی. په ٢٠٠٦ کال کې د تايوان سيمې د اولمپيک کمېټې غړي ښاغلي وو جينګ ګوه د نژدې سلو تنو لوبغايو په مشرۍ سره د شيا من ښار په دغه نړيواله لوبه کې ګډون کړی دی. له دې وروسته د تايوان سيمې مخ په زياتېدونکي ولسي وګړي شيا من ته رارسېدلي او پخپله په دغه لوبه کې سره سيالي کړې ده.

روان کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سپورټي تګ راتګ د پياوړتيا په موخه تشکيلاتي کمېټې هم د دواړو غاړو د څو ښارونو لپاره د ماراتون ځانګړې لوبه چمتو کړې چې د سترې برخې پنځلس ښارونو او تايوان سيمې لس ښارونو خپل لوبغاړي شيا من ښار ته لېږلي دي. د شيا من ښار د سپورټي چارو ادارې مرستيال هه شي څرګنده کړه چې د شيا من ښار او تايوان سيمې ترمنځ يوازې تايوان تنګي موجود دی. هر کال د ماراتون دغه نړيواله لوبه د تايوان سيمې زيات شمېر لوبغاړي راجلبوي. پخوا د هرې دورې په لوبه کې د تايواني لوبغاړيو شمېر له څلور سوه تنو نه کم دی، خو د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د ترانسپورتي اسانتياوو د زياتوالي له امله مخ په زياتېدونکي تايواني لوبغاړي شيا من ښار ته راغلي دي.

( درېيم اواز)

د شيا من ښار د ماراتون نړيوالې لوبې يوه وتلې ځانګړتيا دا ده چې موږ له تايوان سيمې سره زياتې تبادلې لرو، د بېلې په توګه د ګډون کوونکو تايواني لوبغاړيو شمېر زر تنو ته رسېدلی دی. نو ځکه په دغو دوو ورځو کې د تای بۍ او شيا من دوو ښارونو ترمنځ د الوتکې ټکټونه ټول پلورل شوي دي. دوهمه ځانګړتيا دا ده چې زموږ ترمنځ د همکارۍ ساحې لا نورې هم پراخې شوې دي. د تايواني لوبغايو له ګډون پرته ځينو تايواني تصديو زموږ په دغه نړيواله لوبه کې هم زياتې پانګونې کړې دي. د دې تر څنګ هر کال څه باندې سل تنه تايواني خدايي خدمتګران د دغې لوبې په ترڅ کې خدمت کوي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای