د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په پنځلسمه نېټه پخپله په شانګهای کې د نړيوال نندارتون د چمتوالي پر حالتو پلټنه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اړوندی خواوی بايد د دغه نندارتون د چمتوالي لپاره هڅې وکړي چې د يو دوری په زړه پورې نندارتون د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي.
رئيس هو جين تاو د پلټنې په ترڅ کې د دغه نندارتون د چمتوالي په اړه د بېلا بېلو کارونو لوړه ستاينه وکړه. هغه وويل، چې د شانګهای نړيوال نندارتون د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته په چين کې يوه بله نړيواله غونډه ده. نو د دغه نندارتون برياليتوب به د چين او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ د اقتصادي او کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا، د چينايانو او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د ټينګېدو او د نړيوال اقتصاد د پوره بيا سمسورتيا لپاره ارزښتناک وي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |