CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين او نړۍ ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره يو ډېر ښه ډګر برابر کړي.

cri     (GMT+08:00) 2010-01-21 09:52:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ يوويشتمه نېټه د شانګهای د نړيوال نندارتون تر پرانيستلو پورې يوازې سل ورځې پاتې دي. تر اوسه پورې ١٩٢ هېوادونو او ٥٠ نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې د ګډون پخلی کړی او ٢٢٠ هېوادونه او نړيوال سازمانونه اوس پر انترنيټ د نړيوال نندارتون د اړوندو پروګرامونو په چمتو کولو بوخت دي. يقين دی چې د شانګهای نړيوال نندارتون پيمانه يو نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړي.

نړيوال نندارتون تل د نړيوال اقتصاد عمومي حالت څرګندوی دی. نو په داسې حالت کې چې ټولې نړۍ ته پولي بحران خپور شوی او منفي اغېزه يې لا تر اوسه نه ده ورک شوې، د شانګهای د نړيوال نندارتون تر سره کېدل به د پخوا په پرتله لا نور هم ډېر اهميت ولري. بې له سرحدي، قومي او کلتوري توپيرونو د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين او نړۍ ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ او د تاريخ او راتلونکې په اړه د انسانانو د نويو نظريو د ښودلو لپاره يو ښه ډګر برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای