د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون پرانيستلو ته د سلو ورځو د پاتي کېدو لپاره د سوګند خوړلو مراسم د جنورۍ په يوشتمه نېټه په شانګهای کې تر سره شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر جيا چينګ لين په کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.
ښاغلي جيا چينګ لين وويل، چې دغه نندارتون په لومړي ځل داسې لوی او غوره نړيوال نندارتون دی او د بېجينګ له اولمپيک وروسته يو بل د ليدو وړ نړيواله مېلمستيا ده. ډېر وياړو چې دغه نندارتون به په چين کې ترسره شي او باور لرو چې دغه نندارتون به بريالی شي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |