CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه د اسيا او افريقا د خلکو هيلې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-06 20:09:42

ګرانو اورېدونکو، د شانګهای نړيوال نندارتون به ژر پرانيستل شي، اوس د دغه ښار د هوانګ پو جيانګ سيند پر دوو غاړو ددغه نندارتون په اړه د بېلا بېلو هېوادونو ودانۍ د جوړې شوې يا د جوړېدو په حال کې دي. دا لومړی ځل دی چې له ١٥٩ کلونو راهيسې د نړيوال نندارتون په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره کېږي. د پرمختللو هېوادونو خلک به په دغه نندارتون کې د ګډون لارې له چين څخه ليدنه وکړي، خو د پرمختيايي هېوادونو د وګړيو لپاره دغه نندارتون څه اهميت لری؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته ددی په اړه ځينې معلومات درکړو.

رافايل نوا د ختيځې افريقا د تنزانيا يو خټګر دی او د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه زيات معلومات نه لري. خو هغه باور لری چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون د خپل هېواد او د ده لپاره به ډېر ګټور وي.

(اواز ١)

يوازی تنزانيا په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي، نو ګټه به ورځنې تر لاسه کړي، د بېلګې په توګه پانګه. که خپل هېواد يې دغې پانګې تر لاسه کړي، نو خلک به په مستقيمه يا نامستقيمه توګه له دې څخه ګټه واخلي. نو په نړيوال نندارتون کې د تنزانيا ګډون زما په اند، ډېر ګټور به وي.

د لوېديځې افريقا د سوداګر محمد بوهاري جيکالي لپاره د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون يو ستر سوداګريز فرصت دی. هغه وويل زيات شمېر چينايان په نايجيريا کې سوداګريزې معاملې کوي او زيات شمېر نايجيريايان په چين کې د سوداګريزو فرصتونو په لټون کې دي. نايجيريايان د شانګهای نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي.

(اواز ٢)

له دی مخکې د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه مې هم معلومات درلودل. اوس زه تجارت کوم، نو نړيوال نندارتون ته هم پاملرنه کوم او غواړم چې د راتلونکي مې په مياشت کې شانګهای ته ولاړ شم.

د تېر کال په پای کې په افغانستان کې عمومي ټولټاکنې تر سره شوې دي، نوی کال افغانانو ته نوي هيلې رسولې دي. د افغانستان خلک هيله لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون به دوی ته ګټه ورسوي. غوث الدين فاروق يو افغان ليکوال دی، هغه وويل (اواز ٣)

زما په اند د شانګهای نړيوال نندارتون ريښتيا يو ستر نړيوال نندارتون دی چې د خپلو توليداتو د نندارو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو لويو شرکتونو او سوداګرانو ته سوداګريز فرصتونه يې برابر کړي دي. زه باور لرم چې په دغه نړيوال نندارتون کې د افغانستان ګډون به د چين په شمول د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او د افغانستان د توليداتو د وارداتو او د خلکو د ژوندانه سويې د لوړتيا لپاره به ډېر ګټور وي.

د شانګهای نړيوال نندارتون د پرانيستونکو مراسمو د پر ځای کېدو وخت ورځ په ورځ نژدې کېږي ، چينايانو ددغه نندارتون د هرکلي لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي دي. د بېجينګ د وانګ فو جينګ واټ د لاسي هنر په ودانۍ کې د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه يو ځانګړی دوکان جوړ شوی چې په کې د نړيوال نندارتون لپاره خاص جوړ شوي شيان د وګړيو پام راجلبوی. د بېجينګ د لاسي هنر ډلې د ادارې او خرڅلاو د طرحې څانګې مرستيالې لي اينګ خبريالانو ته وويل د ٢٠٠٨ کال په جولای کې د دغه دوکان تر پرانيستلو وروسته د هرې مياشتې د خرڅلاو انډول په پر له پسې توګه لوړ شوی او اوس مليونو يوانو ته رسېدلی دی.

(اواز ٤)

د شانګهای نړيوال نندارتون به ژر پرانيستل شي، زموږ په دوکان کې د دغه نندارتون په اړه څه د پاسه ٢ زره ډوله بېلا بېل شيان شته. خلک غواړي دغه شيان واخلي چې د سوغات په توګه خپل کورنيو غړيو او ملګريو ته يې ورکړي. د تېرې مياشتې د خرڅلاو انډول څه نا څه مليونو يوانو ته رسېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای