سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
جانګ يی د چين مشهوره سندرغاړی ده چی د چين د هو نان په ولايت کی زېږېدلی او د ١٤ کالو په عمر د هو نان ولايت په يو هنری ښوونځی کی شامله شوه او له دغه ښوونځې څخه له فراغت وروسته يی د چين د موسيقی په پوهنځی کی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د ماستری درجه يی لاس ته راوړه٠ دا تر اوسه پوری د چين د ولسی أزادی بخښونکی پوځ د هوايی ځواکونو په هنری ډله کی يوه سندرغاړه ده٠

د تېری پيړۍ له نهمی لسيزی وروسته جانګ يی ډېر ځلی د سندرو په ملی سياليو کی جايزی تر لاسه کړی دی او په ١٩٩٢ کال کی د هغه فعاليت په ترڅ کی چی د چين د مرکزی ولسی راډيو له خوا جوړ شوی و، د اورېدونکو له خوا د ډېری ښی سندرغاړی په توګه وټاکل شوه٠ په ١٩٩٥ کال کی هغی د طلايی ريکارد په نامه جايزه لاس ته راوړه چی دغه جايزه په چين کی د ريکاردونو جوړولو په چارو کی تر ټولو لويه جايزه ده٠