CRI Online

د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره دوه زره شپږ سوه ملیون ډالره مرسته

cri     (GMT+08:00) 2010-01-30 17:40:55

تاند(شنبه/جنوري ۳۰) مرستندوی به په راتلونکو درو مالي کلونو کې افغانستان ته څه باندې دوه نیم ملیارد ډالره د نړیوال بانک له لارې ورکړي چې په پرمختیايي چارو یې ولګوي .

له لندن څخه د تاند دراپور له مخې د مرستندویو هیوادونو استازو ،د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په باب له لوی نړیوال کنفرانس یوه ورځ وروسته ،د جمعې په ورځ په لندن کې غونډه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې په بسپنې باندې خبرې وکړي .د نړۍ ۳۱‍ هیوادونه د دې بسپنې مالي ملاتړ کوي .

په دې غونډه کې په دې هم موافقه وشوه چې د افغانستان د بیارغونې بسپنه به ،چې د افغانستان لپاره یې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ دوه زره شپږ سوه ملیون ډالره منظور کړي ،د حکومت له لوري شفافه ستراتیژي تعقیبوي .

دا بسپنه په ۲۰۰۱ ع کال تاسیس شوه او تراوسه پورې یې ټولټال درې زره شپږ سوه (درې اعشاریه شپږملیارد) ډالره د افغانستان لپاره تصویب کړي او اوس د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره پر یوې مهمې مالي سرچینې بدل شوی دی .

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکترعمرزاخېلوال ، چې د خپل وزارت په لنډه موده کې ډېر ښه ځلېدلی ، په یوه بیان کې ویلي : دا د افغانستان حکومت دی چې باید خپلوخلکو ته ځواب ووايي اوبیا هم دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې باید د مالي سرچینو اعتماد په ځان بیدا کړي .

د دې بسپنې لپاره د ستراتیژۍ د جوړولو په وخت د افغانستان د حکومت ټینګار په دې وو چې باید دا مرسته پر کرنې ، اوبه لګونې او بیخ بنايي تاسیساتو ولګېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای