تاند(یکشنبه/جنوري ۳۱) د جرمني صدراعظمې او د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د پخلاینې په پروسه کې د طالبانو د په شاملولو کې د پاکستان د لا فعال رول غوښتنه وکړه .
د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل په یوه مرکه کې چې نن به په ویلت ام زونتاګ ورځپاڼه کې خپره شي ، وویل چې پاکستان باید د افغانستان د مسئلې په حل کولو کې لا زیات دخیل شي.
هغې وویل د افغانستان د لانجې د جامع حل لپاره موږد افغان چارواکو د پراخې ونډې او دغه راز د افغانستان د ګاوندیانو په تېره بیا پاکستان ګډون ته اړتیا لرو.
د پاکستان رول د افغانستان په کورنیوچارو کې د لاسوهنې له کبله محدود شوی ، د دغه هیواد استخباراتو ته د افغانستان حکومت او طالبان د شک په سترګه ګوري.
د افغانستان ولسمشرحامدکرزي په پاکستان کې د افغانستان د طالبانو د وخت سفیرګومارلی چې له طالبانو سره تماس ونیسي .کرزي د پنجشنبې په ورځ د لندن په کنفرانس کې د طالبانو مشران د سولې جرګې ته وروبلل.
ښاغلي کرزي له شپېګل خبري مجلې سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د ګاونډیانواو نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې د طالبانو د محلي جنګیالیود پخلاینې په خاطر د افغانستان په پلان کې برخه واخلي .
کرزي وویل چې د طالبانوسیاسي مشران له نورو هیوادونو، القاعده او ځینو تروریستي شبکو سره ځانته خپلې اړیکې لري .بناً زموږ ګاونډیان او نړیواله ټولنه هم باید د پخلاینې په پروسه کې ګډون ولري .
کرزي وویل د دې لپاره چې طالبان د پخلاینې د نوي پروګرام وړ وګرځي هغوی ته دا یو حتمي وارمخکې شرط دی چې له تروریستي ډلو سره هرراز اړیکې پرې کړي .
جرمني ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي او ملکي مرستې به دوه برابره کړي څو راتلونکی کال له دې هیواده د جرمني ځواکونو د وتلو د پیلولو شرایط برابر شي .
خو مېرمن میرکل وویل له افغانستان څخه یې د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره نېټه نه ده ټاکلې .
په جرمني کې ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې اکثره جرمنیان له افغانستانه د خپلوځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |