CRI Online

دوو چيني ښځينه لوبغاړيو د استراليا د ټېنس لوبې په پرانيستنې اتلوالۍ کې ماتې وخوړلې.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-04 20:04:05

لوبغاړې لي نا

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د استراليا د ټېنس لوبې د پرانيستنې اتلوالۍ په دوو نيمايي پايلوبو کې دوو چيني ښځينه لوبغاړيو لي نا او جنګ جيې په وار سره د امريکا او بېلژيک دوو مشهورو ښځينه وبغاړيو له خوا ماتې وخوړلې. دغه راز دوی پايلوبې ته و نه شوای موندلای. د سپورټ نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

پر ځايي وخت د جنورۍ د اته ويشتمې نېټې له غرمې وروسته په يو نيم بجو چيني لوبغاړې لي نا د ده له سيالې نه مخکې د رودر لېور په نامه د ټېنس ډګر ته ننوت. په دغه دوه ساعته سيالۍ کې که څه هم لوبغاړې لي نا ډېر کوښښونه کړي، خو لا هم د صفر په دوو ماته وخوړله. دا لومړی ځل دی چې لوبغاړې لي نا د ټېنس لوبې نړيوالې اتلوالۍ په نيمه يي پايلوبه کې ګډون کړی دی. هغې د يو په څلورمه برخه پايلوبه کې يوې بلې امريکايي مشهورې لوبغاړې وينوس ويلامس ته ماتې ورکړه چې اوو نړيوالې اتلوالۍ يې تر لاسه کړې وې. که څه هم په نيمه يي پايلوبه کې ناکامه شوه، خو لوبغاړې لي نا هېڅ خپه نه شوه.

( لومړی اواز)

سره له دې چې نن زه ناکامه شوه، خو رښتينۍ سويه مې عمومأ ښودل شوې ده. په نننۍ سيالۍ کې ما لږ څه فرصتونه درلودل، خو په ښه توګه مې نه دي کارولي. د استر اليا د ټېنس لوبې سږنۍ اتلوالي زما لپاره د دغه کال يو ډېر ښه پيل ګڼل کېږي. هيله ده چې زما نتيجه ورځ په ورځ قام په قام ښه شي.

لوبغاړې جنګ جيې

لوبغاړې لي نا وويل چې له دغې نيمه يي پايلوبې وروسته هغه په دې پوه شوې چې په راتلونکې کې خپله سويه او نتيجه څرنګه لوړه شي.

( دوهم اواز)

زه غواړم چې په راتلونکې کې د ټېنس د سرويس کول په اړه لا زيات تمرينونه وکړم. په نننۍ سيالۍ کې کله چې زما سياله د نتيجې ګټلو غوښتنه کوله، نو هغه به په ډېره اغېزمنه او ځواکمنه توګه ټېنس سرويس کړي. د سيالۍ له پای ته رسېدو وروسته ما له خپلې ډلې او روزونکو سره په دې اړه د خپلو نظريو تبادله کړې ده. موږ پرېکړه کړې چې د ټېنس د سرويس کولو په برخه کې به کوښښ وکړو.

له دغې نيمه يي پايلوبې وروسته يوه بله نيمه يي پايلوبه پيل شوه. د بېلژيک له مشهورې لوبغاړې جوستين هېنين سره د سيالۍ په ترڅ کې چيني لوبغاړې جنګ جيې ډېر ذحمت کښ کړ او هم د صفر په دوو يې ماتې وخوړله. خو لوبغاړې جنګ جيې له خپلې سيالې لوبغاړې جوستين هېنين څخه زيات زده کړی دی. هغې وويل

( درېيم اواز)

له هغې څخه د زده کړې له لارې زما هغه هوډ لا نور هم ټينګ شوی دی چې د ټېنس لوبغاړيو لپاره دومره جګوالي ته اړتيا نه شته. که څه هم جګوالی ډېر اهميت لري، خو زما نننۍ سياله دومره جګه ونه هم نه لري. نو زه به د دې په شان کوښښ وکړم او له دې څخه زده کړه وکړم. د دې تر څنګ زه هم په راتلونکو تمرينو لارو چارو او خپل پرمختيايي لوري پوه شوی دی.

د استراليا د ټېنس لوبې له پرانيستنې اتلوالۍ وروسته ښايي په ټوله نړۍ کې د دغې لوبې د ښځينه لوبغاړيو د مقامونو نوبت بدل شي. چيني لوبغاړې جنګ جيې به په نړۍ کې له مخکنيو شلو پياوړيو ښځينه لوبغاړيو څخه وشمېرل شي او بله چيني ښځينه لوبغاړې لي نا به د نړۍ تر ټولو له لسو پياوړيو ښځينه لوبغاړو څخه يوه وي. ويل کېږي چې دوو چيني ښځينه لوبغاړيو جنګ جيې او لي نا د خپلو پخوانيو نتيجو په پرتله ډېر پرمختګونه موندلي دي. له دې امله د ټېنس زياتو مينه والو هم چين ته زياته پاملرنه کړې ده، څو چې په نړيوال سپورټي ډګر کې د چين مقام په پر له پسې ډول پياوړی شوی دی.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای