CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

اوس د سه چوان په زلزله ځپلو سيمو کې د چيانګ قوم وګړيو ژوند ورځ په ورځ ښه کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-05 17:17:23

د چين په سه چوان ولايت کې يو لرغونی قوم اوسېږي چې چيانګ نومېږي. د ٢٠٠٨ کال د ون چوان سختې زلزلې هم د چيانګ قوم وګړيو ته ستر زيانونه رسولي، کوم چې چيانګ قوم څه دپاسه درې زره کلن تاريخ لري، د ډېرو خلکو کورونه پر کنډوالو بدل شوي او زياتو خلکو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړ.

له سختې زلزلې وروسته د بيا رغونې په بهير کې د چين حکومت له يوې خوا د خپلو کورونو د بيا ابادۍ او د توليدي چارو د بيا اعادې لپاره له ځايي وګړيو سره مرسته کوي، بلکې هم د چيانګ قوم کلتوري ميراثونو د ژغورنې په برخه کې کوښښونه کوي. دغه راز د دغه لرغوني تمدن د په ميراث وړلو او دوامدار پرمختګ مزی ساتل کېږي.

د بۍ چوان د چيانګ قوم په خپلواکه ولسوالي کې څه دپاسه اووه اويا زره چيانګ وګړي اوسېږي. د ٢٠٠٨ کال د مې په دوولسمه نېټه د سختې زلزلې له امله دغې ولسوالۍ ته د سر و مال سخت تاوانونه رسېدلي او څه دپاسه نوي سلنه ودانۍ ورانې شوې دي. د بيا رغونې په بهير کې د حکومت په لارښوونې او مرستې سره دلته ولسي وګړي پخپله زيات کوښښونه کوي او اوس مهال د ځايي وګړيو د ژوند سويه پوره عادی شوې حتی له سختې زلزلې مخکنۍ سويې په پرتله لا نوره هم لوړه شوې ده.

څو ورځې وروسته به د چين د کرنيزې جنترۍ نوی کال راورسېږي. د بۍ چوان ولسوالۍ د لې ګو علاقه دارۍ د لونګ پينګ په نامه د چيانګ قوم په کلي کې مېرمن ژن وان شيو د نوي کال د هرکلي لپاره ډول ډول شيان چمتو کوي. د دې کور د سختې زلزلې په ترڅ کې ويجاړ شوی وو، خو اوس دې او مېړه يې يو درې کوټې لرونکی کور بيا جوړ کړی. هغې وويل: د نوي کور په جوړولو کې حکومت ور سره زياته مرسته کړې ده چې د ورکړل شوي جبران او بې ګټې کريديت عمومي اندازه څه دپاسه پنځوس زرو يوانو ته رسېدلې ده. دغه شمېر د نوي کور د جوړولو د عمومي لګښت څه دپاسه نيمه برخه نيولې ده.

(لومړی اواز)

جبران او بې ګټې کريډيت دواړه د حکومت له خوا موږ ته راکړل شوی دی. موږ له دغې تګلارې څخه ډېر خوښ يو او له حکومت څخه ډېره مننه کوو.

د مېرمن ژن وان شيو کور ته په پنځه کيلومترۍ کې د چيانګ قوم بل کلی پروت دی چې شه يي نومېږي. د دغه کلي د اوسېدونکو کمېټې د مشر ښاغلي چين هوا چيوان په وينا، د مې د دوولسمې نېټې له سختې زلزلې وروسته د اړوندې څانګې په مرسته ټول کليوال سره يو ځای څه دپاسه څلور لکه يوانه راغونډ شوي او د دغه کلي په مرکز کې د چيانګ قوم د غير مادي کلتور د ساتلو مرکز او د روزنې يوه اډه يې جوړه کړې چې عمومي مساحت يې نژدې زر مربع مترو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ دوی هم څه د چيانګ قوم ځانګړتيا لرونکي ودانۍ جوړې کړې. دغه راز دغه کلی د سيلانۍ وړ يو ځای ګرځېدلی دی. اوس مهال د دغه کلي ځيني کليوال سره همکاري کوي او په ګډه يې د سيلانۍ چارې تر سره کوي. ښاغلي چين هوا چوان په دې هکله وويل

( دوهم اواز)

له سختې زلزلې مخکې زموږ په کلي کې ډېر کم کلواليو د سيلانۍ په اړه کار وکړ، خو د سختې زلزلې له امله زياتره کورونه ويجاړ شوي، که موږ د سيلانۍ په اړه کار و نه کړو، نو پر خپلې غاړې پراته کريديتونه څرنګه لېرې کړو؟

ډېر زيات سيلانيان چې له نورو ښارونو نه راغلي، د چيانګ له کليو سره ډېره مينه لري. دوی د چيانګ قوم کلتور ډېر خوښوي او د چيانګ وګړيو ته يې هم زياتې اقتصادي ګټې رسولې دي. مېرمن تانګ چيون شيو په خپل کلي کې د ګنډلو يو کوچنی دوکان پرانيستی چې اوس هره ورځ زيات سيلانيان راجلبوي.

( درېيم اواز)

زموږ اوسنی ژوند ډېر نيکمرغه دی چې د سختې زلزلې مخکې په پرتله لا نور ډېر ښه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای