CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره د چين د ودانۍ جوړونې پروژه بشپړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-08 16:47:44


د شانګ هاي په نړيوال نندارتون کې د چين د وادنۍ د جوړونې پروژې د بشپړ کولو په مراسمو کې

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره د چين د ودانۍ جوړونې پروژه د فبرورۍ په اتمه نېټه بشپړه شوه چې د٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون به نړۍ ته خپله دروازه پرانيزي.

د چين د ودانۍ لوړوالی نهه شپيته متره او پراخوالی يې يو لکه او شپيته زره مربع متره دی. د دغې ودانۍ ساختمانی بڼه د يو لوی تاج غوندی ده او سمسور چين ،د غلو ګدام او بډايي وګړي د دغې ودانۍ د ډيزاين سرليک بولي .

دغه ودانی په نندارتون کې تر ټولو لويه ودانی ده او له پنځو دايمي ودانيو څخه شمېرل کېږي . د نندارې په موده کې به د چين د بېلا بېلو ولايتونو ، خپلواکو سيمو او لويو ښارونو لپاره د نندارو ځايونه وټاکل شی څو چې د هېواد د مختلفو قومونو ځانګړتياوې او د ښاري ابادۍ برياليتوبونه وښودل شی .

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای