|
||
د دغې شورا مرستيال مولوي قيام الدين كشاف نن په كابل كې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دغه پروګرام د بري لپاره پكار ده چې له ګاونډيو هيوادنو څخه هم مرسته وغوښتل شي .
د افغانستان د عالمانو شورا د طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو كې د ګاونډيو هيوادونو په اغيزمنتوب په داسې حال كې ټينګار كوي چې ولسمشر كرزي ويلي دي د پخلاينې په دغه پروګرام كې سعودي عربستان مهم رول لوبولى شي .
د افغانستان د عالمانو ملي شورا وايي د سولې په هغه جرګه كې چې
په راتلونكي كال كې به جوړه شي اړينه ده چې د ګاونډيو او نورو اسلامي هيوادونو استازي هم راوبلل شي .
په يو بل خبر كې ويل شوي چې د پكتيا ولايت سپين ږيرو او ديني عالمانو هم نن په هغې غونډه كې چې د سولې او پخلاينې د سيميز دفتر په نوښت جوړه شوې وه د لندن له كنفرانس له پريكړو په ځانګړي ډول د طالبانو سره د پخلاينې له پروګرام څخه خپل ملاتړ څرګند كړ .
تردې مخکې د شنبې په ورځ په کندهار کې سلګونو قومي مشرانو،سپین ږیرو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې د روغې جوړې ننګه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د حکومت وروستۍ بلنې ته مثبت ځواب ووايي .
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |