CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

ېر کال د چين له خوا د غوښتل شويو نړيوالو انحصاري حقونو شمېر په نړۍ کې پنځم مقام نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2010-02-09 18:49:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د پوهنې د ملکيت حق نړيوال سازمان د فبرورۍ په اتمه نېټه يوه شمېره خپره کړه او له مخې يې په ٢٠٠٩ کال کې د چين له خوا د غوښتل شويو نړيوالو انحصاري حقونو شمېر اووه زره او نهه سوه او شپږ څلوېتښت و. د ٢٠٠٨ کال په پرتله په سلو کې ٢٩ اعشاريه ٧ زيات شوی دی او په نړۍ کې د غوښتل شويو نړيوالو انحصاري حقونو د عمومي شمېر په برخه کې پنځم مقام نيولی دی.

د دغه سازمان د يوې اعلاميې له مخې تېر کال يې يو لک او پنځه پنځوس زره او نهه سوه غوښتل شوي انحصاري حقونه منلي چې د وړم کال په پرتله نژدې په سلو کې څلور اعشاريه پنځه کم شوي دي. د اقتصادي بحران د اغېزو له امله د امريکا، المان او بريټانيا له خوا د غوښتل شويو انحصاري حقونو شمېر په روښانه توګه کم شوی، خو د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت دغه شمېر د زياتوالي حالت ساتلی دی .

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای