CRI Online

China ABCله موږ سره اړيکه︱ Learn Chinese |

ايران په ناتانز کې د ٢٠٪ سوچه لرونکو يورانيمو په غني کولو پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2010-02-09 20:02:42


په ناتانز کې د ايران د يوانيمو د غني کولو مرکز

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر علي اکبر صالحي د فبرورۍ په نهمه نېټه اعلان وکړ، چې ايران په همدې ورځ په ناتانز کې د ٢٠٪ سوچه لرونکويورانيمو په غني کولو پيل وکړ.

ښاغلي علي اکبر صالحي وويل، چې په ناتانز کې د ايران د ذروي تاسيساتو د جوړولو يوه بله کاري کرښه پرانيستل شوې او٢٠٪ ته د يورانيمو د سوچوالي د لوړولو لپاره  نوي سنتري فوګونه هم درول شوي چې اوس ٣.٥٪ سوچه لرونکي يورانيم پکې شته .

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست په همدې ورځ وويل، چې د دغه هېواد يادشوی عمل په سوله ييزه توګه د ذروي انرژۍ د کارولو له موخې څخه سرغړونه نه ده او په دې مانا هم نه ده چې د ذروي د سوند موادو په اړه خبرې اترې به بندېږي که اړوندې خواوې هغه شرايط په نظر کې ونيسي چې مخکې د ايران لخوا وړاندې شوي وو، نو له ايران سره د خپلمنځي ذروي سوند موادو تبادله به دوام ولري.

ژباړونکې.زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای